د اسراییل پوځ: له ۵۵۰ زرو څخه ډېر فلسطینیان د غزې سوېل ته لېږدول شوي دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۳۱

د اسراییل د پوځ ویاند ویلي، چې د حماس پر ضد عملیات اوس د غزې ښار ژورو سیمو ته غځېدلي او د دې ډلې اصلي مرکزونه په نښه شوي دي. نوموړي زياته کړې، چې تر اوسه پورې له ۵۵۰ زرو څخه ډېر فلسطینیان د غزې سوېل ته لېږدول شوي دي.

د اسراییل د پوځ ویاند د یکشنبې په ورځ په یوې انګلیسي ویډیو کې وویل:«زموږ عملیات د حماس پر وړاندې اوس لا ډېر ژور د غزې ښار ته رسېدلي او د هغوی اصلي مرکزونه په نښه شوي دي. موږ په جګړه کې یو او له ترهګرو سره نه یوازې په ځمکه، بلکې د ځمکې لاندې هم مخامخ یو.»

نوموړي دا هم وویل: «اسراییل ډاډ ترلاسه کوي چې د ملکیانو لپاره د وتلو لارې سوېل ته او خوندي سیمو ته پرانیستې پاتې دي. تر اوسه ۵۵۰ زره کسان سوېلي سیمو ته لېږدول شوي دي.»

د اسراییل د پوځ ویاند ټینګار وکړ: «موږ له ترهګرو سره هم د ځمکې پر سر او هم د ځمکې لاندې جګړه کوو.»

د اسراییلي پوځ د اعلان له مخې، د غزې د ټرانګې په سوېلي برخه کې یوه بشردوستانه سیمه جوړه شوې، چې د بې‌ ځایه شویو خلکو د استوګنې لپاره چمتو شوې. د دوی د معلوماتو له مخې، په دې سیمه کې د سیمه ییزو روغتونونو پراخول، د اوبو پایپونه او د اوبو پاکولو دستګاوې ترمیم او وصل او همداراز د خوراکي توکو، خیمو، درملو او طبي وسایلو دوامداره امکانات برابر شوي دي.

د پوځ ویاند افي دفرین وویل: «د اسراییل پوځ د دې بشردوستانه سیمې پیاوړي کولو ته دوام ورکوي او له خلکو غواړي چې د جګړې له سیمو ووځي. د کرم شالوم په سرحدي لاره کې زرګونه خیمې او د مرستې وسایل لا هم د ملګرو ملتونو او نړۍوالو موسسو له خوا د راټولېدو لپاره چمتو دي.»

هغه زیاته کړه: «موږ له نړۍوالو سازمانونو غواړو چې دا مرستې ترلاسه او مستقیما یې د غزې خلکو ته وسپارو. یوازې په وروستیو اوونیو کې اسراییل د ۲۴ زرو څخه زیاتو خیمو د غزې سیمې ته د ننوتو زمینه برابره کړې ده. اسراییل ډاډ ورکوي چې ملکي کسان به خوندي وي او هغوی ته به خوراک، سرپناه او درمل برابر وي.»

نور خبرونه

رادیو