د فلسطین رسمیت پېژندنه؛ د برېټانیا لومړی وزیر د ډانګ او پړانګ ترمنځ ګېر شو

۷ ساعتونه مخکې

د یکشنبې په ورځ د برېټانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمر اعلان وکړ، چې فلسطین یې د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژاند. دا کار د برېټانیا د اوسني واکمن کارګر ګوند په بهرنۍ تګلاره کې تر ټولو مهم ګام و. ورسره نیوکې او هرکلی هم د دغه اقدام پر وړاندې د غبرګونونو برخه دي.

۶۳کلن سټارمر د ۲۰۲۴کال د جولای په میاشت کې د خپل ګوند په عمومي ټاکنو کې د اکثریت په ګټلو سره د لومړي وزیر څوکۍ ترلاسه کړه. نوموړی پخوا وکیل او بیا د برېټانیا لوی څارنوال هم پاتې شوی، چې په حقوقي دقت، عمل ګرایۍ او تدریجي اصلاحاتو کې ځانګړی شهرت لري.

له وکالته تر سیاسته

کې‌یر راډني سټارمر په ۱۹۶۲کال په لندن کې وزېږېده او په یوې کارګرې کورنۍ کې لوی شو. هغه د لیډز پوهنتون او وروسته د اکسفورډ په پوهنتون کې حقوق ولوستل او په ۱۹۸۷ کال کې د وکیل په توګه دغه مسلک ته داخل شو. بیا یې د دوه لسیزې د بشري حقونو او جزایي قوانینو په برخه کې تخصص وکړ او په کور دننه او بهر یې پېچلې دوسیې مخته یوړې.

په ۲۰۰۸کال کې هغه د برېټانیا لوی څارنوال (Director of Public Prosecutions) وټاکل شو او تر ۲۰۱۳کاله پورې یې دغه دنده پر غاړه لرله. په دې موده کې هغه د استیون لارنس د توکم‌پالنې وژنې په مشهوره قضیه کې د مجرمانو د محکومېدو بهیر نه هم څارنه وکړه. ده ته د خدمتونو د ستاینې په موخه په ۲۰۱۶کال کې د «سر یا مشر» لقب هم ورکړل شو.

سټارمر په ۲۰۱۵کال کې د هالبورن او سنټ پنکراس کړۍ د استازي په توګه پارلمان ته لاره پیدا کړه. هغه د کارګر ګوند کابینه کې د برېګزټ د چارو ویاند و او د ۲۰۱۹کال ټاکنو کې د کارګر ګوند تر ماتې وروسته یې د ګوند مشري ترلاسه کړه. سټارمر ځان د منځلارې څېرې په توګه مطرح کړ، چې کولای شي د ګوند له لاسه ورکړی اعتبار بېرته را ژوندی کړي. بالاخره هغه وتوانېده، چې د ۲۰۲۴کال په ټاکنو کې کارګر ګوند ته بریا ور په برخه کړي او د محافظه کارانو ۱۴ کلن واک ختم کړ.

د فلسطین په رسیمت پېژندنه

د برېټانیا لومړي وزیر د سپټمبر په ۲۱مه د ۱۹۶۷ سرحدي سیاستونو پر بنسټ د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده. هغه د ډاونینګ سټریټ په یو خبري کنفرانس کې وویل: « موږ اجازه نه ورکوو، چې د دوو دولتونو ترمنځ د مسایلو د حل څراغ مړ شي». لومړي وزیر ټینګار وکړ، چې د دغه اقدام موخه په منځني ختیځ کې د سولې او عدالت د هیلو ژوندي ساتل دي.

پر دې پرېکړه د کارګر ګوند او پارلمان دننه بحثونه او نظریات تبادله شول. دغه پرېکړه داسې مهال وشوه، چې په غزې او لوېدیځه غاړه کې تاوتریخوالی زیات شوی او ورسره د بشري مرستو وضعیت هم ټکنی دی.

د برېټانیا رسمي پېژندنه د کاناډا، اسټرالیا او پرتګال له ورته پرېکړو سره هم‌مهاله اعلان شوه. ډېپلوماتانو دا د سولې د بهیر د پیاوړتیا لپاره همغږی اقدام وباله.

سټارمر څرګنده کړې، چې دغه پرېکړه «حماس ته جایزه» ورکول نه‌دي. هغه د دغه ډلې بریدونه وغندل او ویې ویل، چې حماس «باید په راتلونکي فلسطیني حکومت کې هېڅ رول و نه لري.» د هغه په وینا، دغه پېژندنه د مشروع فلسطیني بنسټونو د پیاوړتیا او د اعتدال هڅونې لپاره شوې ده.

غبرګونونه

اسراییل د برېټانیا پرېکړې ته سخت غبرګون وښود. بنیامین نتنیاهو دا ګام «د ترهګرۍ لپاره پوچ انعام» وباله او خبرداری یې ورکړ، چې دا کولای شي دوه اړخیزو اړیکو ته زیان ورسوي. شنونکي وايي، چې د فلسطین پېژندنه به ښایي د لندن او تل‌ابیب د استخباراتي او دفاعي همکاریو فشار زیات کړي؛ که څه هم بشپړ پرېکون لا شونی نه‌دی.

په مقابل کې، د فلسطین اوسني حکومت د دغه پرېکړې هرکلی وکړ او دا یې د فلسطین دولت د نړۍوال مشروعیت پیاوړي کېدو لپاره «تاریخي ګام» وباله. د فلسطین ولسمشر محمود عباس وویل: «د برېټانیا له لوري دغه رسمیت پېژندنه ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه دغه هېواد د سیمې په تاریخ کې مهم رول لاره».

متحدو ایالتونو محتاطه دریځ غوره کړ او ټینګار یې وکړ، چې د دوو دولتونو حل یوازې د خبرو له لارې شونی دی؛ خو خپله یې ورته اقدام ونه کړ. د اروپا غبرګونونه بېلابېل وو؛ فرانسې او هسپانیا دغه اقدام مثبت وباله خو جرمني اندېښنه څرګنده کړه، چې دغه پرېکړه ښایي خبرې اترې پېچلې کړي.

د برېټانیا مسوولیتونه

سیاسي کارپوهان وايي، چې د فلسطین په رسمیت پېژندنه لندن ته نوي مسوولیتونه متوجې کوي. دوی وایي، اوس باید د دغه پرېکړې له مخې رام الله کې خپل دفتر د سفارت کچې ته لوړ کړي او سفیر هم ورته وټاکي. همدا راز د مرستو، سوداګرۍ او امنیتي همکاریو اړوند تړونونه باید په مستقیمه توګه له فلسطیني چارواکو سره لاسلیک کړي.

دغه اقدام برېټانیا اړ باسي، چې په نړۍوالو سازمانونو او تړونونو کې فلسطین د یو خپلواک دولت په توګه یاد کړي او خپله تګلاره د نړۍوالو قوانینو سره سمه کړي.

د برېټانیا دننه غبرګونونه

په برېټانیا کې هم دې پرېکړې پراخ غبرګونونه راوپارول. د کارګر ګوند ګڼو استازو او د ګوند پلویانو دغه اقدام یو اړین او له اوږدې مودې راهیسې ځنډېدلی ګام وباله. د ګوند پخواني مشر جرمي کوربین وویل، چې حکومت «د تاریخ په سمه خوا ودرېد».

خو محافظه‌کار ګوند په اوسني‌ وخت کې پر دغه ډول اقدام نیوکه کړې او ټینګار یې کړی، چې دغه رسمیت پېژندنه باید له اسراییل سره د خبرو اترو یوه برخه وي. اسراییلي پلوې ډلې خبرداری ورکوي، چې دغه پرېکړه کولای شي د برېټانیا د وګړو او سوداګریزو ګټو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

د سټارمر د حکومت لپاره ازموینه

د فلسطین په رسمیت پېژندنه د سټارمر په لومړي وزارت کې د یو مهم پړاو پیل دی. ملاتړي وايي، چې هغه اخلاقي مشري وښوده او د سولې لپاره یې د برېټانیا اعتبار بېرته ژوندی کړ؛ خو نیوکه کوونکي خبرداری ورکوي، چې دغه ګام کولای شي د اسراییل او متحده ایالتونو سره اړیکې خرابې کړي.

د لوېدیځ یو ډېپلوماټ ویلي: «بریټانیا د دوو دولتونو د حل لپاره یوه ډېوه بله کړه. اصلي ازموینه دا ده، چې ایا دغه ډېوه د توپان پر وړاندې روښانه پاتې کېدای شي که نه؟»

نور خبرونه

رادیو