په برازیل کې لسګونه زره کسانو د دغه هېواد د پخواني ولسمشر لویز اناسیو لولا ډيسلوا د معافیت د هڅو پرضد لاریونونه کړي دي. لاریونوال وايي، چې پخوانی ولسمشمر باید د کودتاه په جرم زندان ته واچول شي او په دې برخه کې هېڅ ډول معافیت ورته د منلو نهدی.
دا په داسې حال کې ده، چې د برازیل په پارلمان کې د دغه هېواد د پخواني ولسمشر د معافیت لپاره د اساسي قانون د تعدیل او د معافیت قانون په تړاو هڅې روانې دي. د برازیل پخوانی ولسمشر د محکمې له لوري د کودتاه او فساد له کبله په ۲۷ کاله بند محکوم شوی دی.