تمه کیږي چې نن شپږ نور هېوادونه هم فلسطین په رسمیت وپېژني

۸ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې له پرانیستې مخکې سعودي عربستان او فرانسه لسګونه نړیوال مشران راټولوي څو د فلسطین او اسراییل کشالې د دوه هېواده حل لپاره ملاتړ ترلاسه کړي. په دې غونډه کې تمه ده فرانسه، بلجیم، لوګزامبورګ، مالټا، سان مارینو او اندورا د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.

د دې تر څنګ، بریتانیا، کاناډا، پرتګال او استرالیا د یکشنبې په ورځ د فلسطین رسمي پېژندنه اعلان کړې وه.

اسراییل او امریکا غونډه تحریم کړې. په ملګرو ملتونوکې د اسراییل استازي ډاني دنون ویلي چې دا ډول اقدام «تروریزم ته جایزه ورکول» دي. د اسراییلي چارواکو په وینا، صدراعظم بنیامین نتنیاهو ژمنه کړې چې د ملګرو ملتونو له غونډې وروسته به د دغو رسمیت پېژندنو پر وړاندې غبرګون وښيي او ځینې وزیران یې د لوېدیزې غاړې د برخې د الحاق غوښتنه کوي.

سعودي عربستان خبرداری ورکړی چې د لوېدیزې غاړې الحاق به «سترې پایلې» ولري او متحده عربي اماراتو دا « سره کرښه» بللې ده.

واشنګټن د فلسطین رسمیت پېژندل «نمایشي» بللي او ویلي یې دي چې د امریکا لومړیتوب د بندیانو خلاصون، د اسراییل امنیت او د سیمې سولې ته رسېدل دي، چې د دوی په باور د حماس له شتون پرته ممکن دي.

دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په غزه ښار کې د اسراییل ځمکني عملیات روان دي او د جګړې له نږدې دوه کاله غځېدو وروسته لا هم د اوربند امکانات کم لیدل کېږي.

نور خبرونه

رادیو