په کندهار کې سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته خبر ورکړی، چې طالبانو د کندهار ښار او ولسوالیو کې خیاطانو ته ویلي چې تر دې وروسته به ښځينه جامې نه ګنډي. طالبانو په دې تور د کندهار ښار د رنګرېزانو بازار څو خیاطان هم د یوې ورځې لپاره زنداني کړي دي.
په کندهار کې رنګرېزانو کوڅه هغه بازار دی، چې د ښځو د اړتیا وړ شیان په کې خرڅېږي؛ خو اوس طالبانو په دغه ښار کې ټولو بازارونو او ان د ولسوالیو خیاطانو ته هم خبرداری ورکړی، چې تر دې وروسته به د ښځو جامې نه ګنډي.
سرچینه وايي، چې طالبانو د رنګرېزانو کوڅې څو خیاطان یوه شپه زنداني کړي او په دې ډول یې ټولو خياطانو ته اخطار ورکړی چې نور د ښځينه جامو ګنډلو اجازه نهلري.
یوې سرچینې وویل:« زما یوه انډيوال د پنجوايي ولسوالۍ په بازار کې خياطي کوله او طالبانو یې هټۍ تړلې ده. هغه ورته ویلي، ما ته ښځې نه راځي، نارینه د ښځو جامې راوړي او وايي په دغه اندازه او دغه ډول جامې راجوړې کړه؛ خو طالبانو راته وویل، چې نه، که نارینه یې درته راوړي یا ښځينه، نور به د ښځو جامې نه ګنډې. دا چې زما مسلک یوازې د ښځينه جامو ګنډل و مجبور شوم، چې دوکان بند کړم او اوس بېکاره یم.»
د یادونې وړ ده، چې طالبانو تر بل هر ولایت د کندهار پر خلکو او په تېره بیا پر ښځو سخت بندیزونه لګولي دي. طالبانو څه موده مخکې دوکاندارانو ته ویلي و، نور به پر هغو ښځو سودا نه پلوري چې تور حجاب یې کړی وي.