سمپل: هغه کسان چې د بګرام اډې په اړه امریکا ته ستونزې جوړوي، باید د ټرمپ له غوسې ووېرېږي

۶ ساعتونه مخکې

په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې پخواني مرستیال مایکل سمپل له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې ټرمپ په جدي ډول د بګرام اډې د بېرته ترلاسه کولو په خبره ولاړ دی. نوموړي ویلي: «څوک چې د بګرام اډې په برخه کې مشکل جوړوي باید د ټرمپ له غوسې ووېرېږي.»

سمپل د یکشنبې په ورځ (د وږي ۳۰مه) له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د بګرام اډې ته د امریکا د بېرته تګ اړوند څرګندونې کړي. هغه ویلي، چې بګرام په سیاسي‌ او نظامي برخو کې د امریکا لپاره مهمه ده او اوسمهال دې سیمې ته د امریکا تګ د ټرمپ له لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.

د هغه په خبره، ټرمپ دې اډې ته د بېرته ګرځېدو اړوند په واضیح توګه څه نه دي‌ ویلي، چې د کومو موخو لپاره ځي.

سمپل زیاتوي، چې امریکا په بګرام اډه کې پانګونه کړې ده: «په بګرام کې، د هغو تاسیساتو ترڅنګ چې پخوا روسیې جوړ کړي وو، په وروستیو کې امریکا هم پانګونه کړې او اوس ټرمپ د هغې د مالکیت احساس کوي.»

مایکل سمپل دا هم ویلي، چې افغانستان ته د امریکا بیا تګ به د سیمې هېوادونو لپاره یوه جنجالي موضوع وګرځي.

هغه زیاته کړې: «د افغانستان ګاونډيان د امریکا شتون په ګټه نه یادوي، پاکستان چې په سیمه کې ځان د امریکا استازی ګڼي د امریکا په شتون کې به یې رول صفر وي، ایران هم دا یو تهدید ګڼي، چین او روسیه هم ورته اندېښنې لري.»

د سمپل په خبره، په یاده موضوع کې ټرمپ د خپلو متحدینو ملاتړ ته هم اړتیا نه لري: «د ټرمپ ټول متحدین د هغه له غوسې وېرېږي او فکر نه کوم چې څوک دې د هغه مخالفت وکړي.»

مایکل سمپل زياتوي، چې طالبان یوه نړۍوال ملاتړ ته اړتیا لري او د خپل حکومت د دوام لپاره مجبور دي چې د امریکا سره اړیکې جوړې کړي.

نوموړي د طالبانو د مشر سخت دریځۍ او توندو خبرو ته په اشارې ویلي: «د هبت‌الله توندلاري دریځ، د جهاد او شهیدانو اړوند خبرې او له امریکا سره د اړیکو جوړول ښايي د هغه د ملګرو په ذهن کې دا پوښتنه راپورته کړي، چې دومره جهاد او قربانۍ د څه لپاره وې؟ او که اړیکې جوړې نه کړي، نو طالبانو ته به بیا سرخوږی جوړ شي.»

ډېری سیاسي شنونکي باور لري، چې طالبان اوسمهال د پاڼ او پړانګ تر منځ حیران پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو وغوښتل، چې د بګرام هوايي اډه امریکا ته وسپاري. ټرمپ خبرداری ورکړ: «که افغانستان د بګرام هوايي اډه هغو کسانو ته چې دا اډه یې جوړه کړې، یعنې د امریکا متحده ایالاتو ته بېرته ورنکړي، نو بدې پېښې به رامنځته شي.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه څرګندونې په ټروټ سوشل کې د شنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه وکړې او یو ځل بیا یې خبرداری ورکړ، چې که یاده اډه دوی ته و نه سپارل شي نو بده پېښه به رامنځته شي.

د امریکا ولسمشر په خپل دغه لنډ متن کې د هغه څه په اړه چې «بدې پېښې» یې بللي، نور جزیات نه دي ورکړي.

نور خبرونه

رادیو