د بګرام په اړه د ټرمپ له څرګندونو وروسته تاجمیر د ځانمرګو بریدونو د بیا پیلولو ګواښ وکړ

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د استخباراتو مرستیال تاجمیر جواد ویلي، که اړتیا پیدا شي نو د طالبانو د رژیم د ساتنې او دفاع لپاره به دا ډله یوځل بیا د ځانمرګي بریدونو لړۍ پیل کړي. تاجمیر جواد دا څرکندونې د بګرام په اړه د ټرمپ له وروستیو خبرو وروسته کړي.

ټرمپ ویلي غواړي د بګرام اډه بیا ونیسي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون د شنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) د طالبانو استخباراتو مرستیال تاجمیر جواد غږیږ پیغام خپور کړی دی.

تاجیمر جواد په دغه پیغام کې وايي، چې طالب جنګیالیو واک ته د رسېدو لپاره ځانمرګي برېدونه وکړل او د خپل واک ساتلو لپاره به هم ورته برېدونه وکړي.

تاجمیر جواد چې د ځانمرګو برېدونو «طراح» په نوم پیژندل کېږي، خپل مخالفین یې د “کفر او اشغال” په نوم یاد کړي او هغوی یې په ځانمرګي برېدونو ګواښلي.

نوموړي د خپلو څرګندونو پرمهال ژمنه وکړه چې د طالبانو د نظام د ساتلو لپاره «ټوک ټوک» کېدلو ته چمتو دی.

نوموړي دا ګواښوونکې څرګندونې له هغه وروسته کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ بریتانیا ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل، چې امریکا غواړې بېرته بګرام ته ستنه شي.

ټرمپ تېره ورځ هم په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې بګرام اډې ته د ستنېدو لپاره یې له طالبانو سره خبرې دوام لري.
که څه هم تاجمیر جواد د خپلو څرکندونو پر مهال د ټرمپ نوم نه دی اخیستی، خو هممهاله د دواړو څرګندونو خپرېدو دا خبره روښانه کړې چې د طالبانو د استخباراتو مرستیال دا پیغام د امریکا د ولسمشر د څرکندونو پر وړاندې د غیرمستقیم ګواښونکي غبرګون په مانا دی.

د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته تاجمیر جواد د دې ډلې د استخباراتو د مرستیال په توګه وټاکل شو. نوموړي په تېرو څلورو کلونو کې په وار وار د ځانمرګو برېدونو پر پیل ټینګار کړی دی.

تاجمیر جواد د ۱۴۰۲ کال په کب میاشت کې د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې د دې ډلې د ځانمرګو برېدګرو سره په یوه غونډه کې وویل، چې که اړتیا وي د طالبانو د رژیم د ساتنې او دفاع لپاره به ځانمرګي برېدونه وکړي.

تاجمیر جواد د حقاني شبکې یو مهم غړی دی، چې د افغانستان پخواني حکومت نوموړی پر ملکي وګړو په مرګوني بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړی و.

نور خبرونه

رادیو