د بلوچستان په چمن ښار کې د تېرې پنجشنبې په ورځ پر افغان کډوالو تر خونړۍ چاودنې وروسته، پاکستاني پولیسو یو ځل بیا د هغوی د اېستل کېدو لړۍ پیل کړې او همدا تېره ورځ یې هم یو شمېر کورنۍ افغانستان ته ستنې کړې دي.
د یاد ایالت د امنیتي چارواکو په وینا، یاده پېښه کې د افغان کډوالو په ګډون پنځه کسان مړه شوي او چاودنه دومره زوروره وه چې د ټولو وژل شویو کسانو مړي ټوټې ټوټې شوي وو. تر دې چاودنې وروسته د افغانانو د اېستل کېدو بهیر په ټپه ولاړ و، خو د یوې ورځې په تېرېدو سره ژر بېرته پیل شو.
همدا نن هم د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو په ځانګړي ډول کویټه کې د افغانانو نیول کېدو پسې پولیسو کور په کور عملیات پیل کړي دي. هممهاله د پاکستان په نورو ښارونو کې هم د افغان کډوالو دا بهیر روان دی او راپورونه دي چې په راتلونکو ورځو کې به دا عملیات لا پراخ شي.
د پاکستان حکومت تېر کال پرېکړه وکړه هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري له دغه هېواده وباسي. اسلاماباد د دې پرېکړې لامل امنیتي پېښې بللي او ویلي یې دي چې ان افغان کډوال هم د دوی د هېواد په ناامنۍ کې لاس لري، خو بل لوري شواهدو څرګنده کړې چې کډوال په ترهګرۍ کې نه دي ښکېل.
د اسلاماباد د رسمي شمېرو له مخې، تر اوسه له یو میلیون ډېر افغانان پرته له قانوني اسنادو په پاکستان کې اوسېږي. له دې پرېکړې وروسته، لسګونه زره افغانان د چمن او تورخم له لارو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. که څه هم پاکستان ټینګار کوي چې یوازې د قانوني اسنادو یا ویزهلرونکي افغانان کولای شي په دغه هېواد کې پاتې شي، خو د کورنیو چارو وزارت یې بیا له تېرو درې میاشتو راهیسې د ویزو د تمدید بهیر بند کړی دی.
یاد هېواد کې مېشت افغانان نیوکه کوي چې یو له لوري ترې پاکستاني پولیس قانوني ویزې غواړي او له بل لوري یې پرې د تمدید بهیر بند کړی چې دوی یې له امله له لوی کړاو سره مخ دي. که څه هم د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو او هېوادونو له اسلام اباده غوښتي، څو له افغان کډوالو سره له نرمۍ کار واخلي؛ خو اسلام اباد برعکس خپل چلند لا توند کړی دی.
د دې ترڅنګ له ایران نه هم د افغانانو د اېستل کېدو بهیر روان دی او یوازې په تېرو درې میاشتو کې تر یو میلیون ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي. افغانستان چې وار دمخه طالبانو له فقر، بشري ناورین او لوږې سره مخ کړی د دغه بېرته ستنیدونکو سره دا وضعیت له سخت شوی دی. ملګرو ملتونو هم اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې دغه تازه ستنېدونکي نه یوازې له ناورین سره مخ دي، بلکې د طالبانو بندیزونو او محدودیتونو یې د مېرمنو او نجونو ژوند هم له سختو ننګوونو سره مخ کړی دی.