کابل کې د طالبانو په سپارښتنه د پرون جمعې ورځې خطبه د ځان‌وژنې مخنیوي ته ځانګړې شوې وه

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت په امر دیني عالمانو پرون د جمعې ورځې په خطبو کې د ځان‌وژنې مخنیوي په تړاو خلکو ته سپارښتنې کړې دي. د طالبانو یاد وزارت ویلي چې د ځان‌وژنې پېښې کمېدو لپاره د دیني عالمانو رول مهم دی.

د طالبانو دغه وزارت خپله خبرپاڼه کې لیکي: «قرانکریم کې د دنیاوي ژوند څخه د تنګ راتلو له امله ځان‌وژنه منعه ګڼل شوې او همداراز نبوي احادیثو کې هم دا ناوړه کړنه ناروا بلل شوې ده». دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ځان وژنې پېښې ډېرې شوي چې لوی لامل یې بې روزګاري او فقر ګڼل شوی دی. د دې پېښو لویه کچه د افغانستان په سوېل ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول خوست کې ترسره شوې ده.

طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې دیني عالمانو ته سپارښتنې کړي، هغه کسان چې ځان‌وژنې کوي باید د جنازو لمونځونه یې ونه شي او لن د دغه ډول پېښو د خبرونو پر رسنیزو کېدو هم بندیزونه لګېدلي دي. د راپورونو له مخې، طالبانو یو شمېر هغه کورنۍ چې غړو یې ځان‌وژنې کړي منعه کړي چې په خواله رسنیو کې دې دغه پېښې نه تبلیغوي.

د مخکېني جمهوري نظام تر نسکورېدو وروسته د ځان‌وژنې دې پېښو زور اخیستی چې د ملا هبت‌الله د ناستې ځای کندهار ښار په شاوخوا کې هم دا پېښې شوي او په تېرو میاشتو کې تر نورو وختونو ډېرې هم وې. د طالبانو غړو هم ځانمرګي بریدونه کول او د دوی دا ډول ځان وژنې هم د نړۍ دیني عالمانو له اسلام سره ټکر کې بللې.

د طالبانو ځانمرګو ان ملکي وګړي هم په خپلو بریدونو کې په نښه کړي، خو دې ډلې د نړۍ د مشهورو دیني عالمانو د نظریاتو برعکس خپلو دې ځان‌وژونکو بریدګرو ته د «استهشادي» کلیمې کارولې. د‌ طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني یو له هغو کسانو دی چې په دې ډله کې یې ډېری کسان ځانمرګو بریدونو ته هڅولي او راپورونه شته چې اوس یې هم دغه ډول بریدګر یې ساتلي دي.

نور خبرونه

رادیو