د اسلام کلا له لارې څه باندې یو میلیون افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

۴ ساعتونه مخکې

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د ستنولو د بهیر له پیله تر دې مهاله یو میلیون و ۵۷ زره او ۶۸۶ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمد الله متقي د دې ډلې تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو د بهېر له پیل څخه تردې مهاله یوازې د اسلام کلا له لارې له یو مېلیون څخه ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوې دي.

نوموړي ویلي، چې راستانه شویو کډوالو سره یې د نغدي مرستو، کډوال خپلو اصلي سیمو ته د استولو ترڅنګ نورې اسانتیاوې هم ورته چمتو کړي دي.

طالب چارواکو ویلي، چې له ایران څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره یې په اسلام کلا کې موقتي پنډغالۍ هم جوړ کړی دی.

پر همدغه مهال په هرات کې د طالبانو د کار او ټولینزو چارو ریاست ویلي، چې له ایران څخه د راستانه شویو کډوالو له ډلې څخه یې ۱۵ زره مسلکي کسان هم ثبت کړي او یادو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران د روان کال په غبرګولي میاشت کې له دغه هېواد څخه د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو بهر پیل کړ او په لومړیو ورځو کې یې په هرو څلورویښت ساعتونو کې زرګونه کسان په زور افغانستان ته ستنول.

نور خبرونه

رادیو