د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې د امریکا د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره د بګرام هوايي اډې د کارولو امکان شته.
خلیلزاد د بګرام هوايي اډې د کارولو موضوع د امریکا او طالبانو ترمنځ د یرغمل شویو کسانو پر سر رامنځته شوې ستونزې د حل سره مشروطه بولي.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن شنبه د (وږي ۲۹مه) پر اېکسپاڼه لیکلي، چې که امریکا او طالبان د یرغمل شويو کسانو په اړوند ستونزه حل کړي، نو د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې به نورو مرحلو ته لاړې شي او نور مسایل به هم وڅېړل شي او پرې موافقه به ترسره شي.
هغه زیاتوي چې په دې حالت کې د پراخو امنیتي همکاریو د امکان په شمول د ترهګرۍ پروړاندې ګډو عملیاتو لپاره د بګرام په څېر تاسیساتو کارول به رد نه شي.
خو هغه ټینګار کړی چې د دې موخې ترلاسه کول ډېر کار ته اړتیا لري.
له دې وړاندې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تایید کړه، چې واشنګټن د بګرام اډې ته د بېرته راستنیدو لپاره له طالبانو سره په خبرو اترو بوخت دی.
د دې خبرو اترو جزییات لا نه دي خپاره شوي.
وال سټریټ ژورنال د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې طالبانو او متحده ایالاتو د بګرام هوايي اډې ته د امریکا د ترهګرۍ ضد ځواکونو د ځای پرځای کولو په اړه خبرې کړي دي.
زلمي خلیلزاد مخکې ویلي وو چې د بندیانو او یرغمل شویو کسانو مسله د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د اړیکو د پراختیا اصلي خنډ دی.