ډېپلوماټ مجله: ښايي طالبان د هویتي ناورین له امله «دوه ټوټې» شي

۲ ساعتونه مخکې

سره له دې چې د طالبانو د واکمنۍ څلورکاله تېرېږي، خو دا ډله لا هم له هویتي ناورین سره مخ ده او له روسیې پرته بل هېڅ هېواد په رسمیت نه ده پېژندلې. نړۍوالې انزوا او هویتي ناورین د طالب مشرانو ترمنځ شخړو، داخلي ناندریو او پرله‌پسې کشالو ته لاره هواره کړې ده.

د جولای پر ۳مه، روسیه لومړنی هېواد شو چې طالبان یې په رسمیت وپېژندل او هم‌مهاله د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دا چاره «زړور ګام» وباله. هغه له نورو هېوادونو هم غوښتنه وکړه چې د روسیې پر پل قدم کېږدي او دې ډلې ته د رسمیت پېژندو امتیاز ورکړي.

ډېپلوماټ مجلې په خپل راپور کې لیکلي، د دې پر ځای چې دا رسمیت پېژندنه د طالبانو واک لا پسې ټینګ کړي برعکس یې داخلي درزونه لا ډېر کړي دي.

مالي سرچینې د تاوتریخوالي‌ په لومو کې

ډېپلوماټ کاږي چې د طالبانو د واک له لومړۍ ورځې راهیسې افغانستان د اقتصادي سقوط په حال کې دی. بهرنیو مرستو چې د پخواني حکومت شاوخوا ۷۵ سلنه بودجه یې پوره کوله، مخه ډب شوې او د افغانستان بانک نږدې ۷ میلیارده ډالره شتمنۍ د بندیزونو له امله کنګل شوې. که د دې ډلې د رسمیت پېژندنۍ کړۍ پراخېږي، نو د مالي سرچینو برابرېدو په ګډون به د بانکي سېسټمونو پیاوړي کېدو، ګمرکي عوایدو لوړېدو،‌ سوداګریزو او امنیتي تړونونو له امتیازاتو هم برخمه شي.

د دې ترڅنګ نیوکې دي چې طالبان لا هم په قبیلوي جوړښتونو کې ښکېل دي، مشران او مذهبي څېرې یې ټوټه‌شوی واک مخې ته وړي. د درز اصلي لوبغاړي کندهار مېشتی ملا هبت‌الله او د هغه د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني دی.

له قومي کشالو سره مخامخېدل

که څه هم طالبان زیاتره پښتانه دي، خو په منځ کې یې تاجک، اوزبیک او هزاره قوماندانان هم شته. په تېرو کلونو کې څو څو ځله د سرچینو پر وېش او د پښتون‌محوره مشرتابه پر جوړښت نارضایتي په ځلونو راپورته شوې ده. هر څومره چې مالي سرچینې ډېرېږي دا سیالي ورسره هم لا پراخېږي.

راپورونه ښيي چې ځینې وختونه دغه شته درزونه پر تاوتریخوالي هم بدل شوي دي. د بېلګې په توګه د روان زېږدیز کال په فبرورۍ میاشت کې د بدخشان ولایت د سرو زرو پر کان شخړه کې د طالبانو دوه ډلې سره ښکېلې شوې او یو بل ته یې مرګ ژوبله هم واوښته.

بهرنی فشار او تازه مسوولیتونه

د رسمیت پېژندنې مساله یوازې د مالي سرچینو یا اقتصاد پیاوړتیا پورې هم محدوده نه ده، بلکې د کورني سیاست تر څنګ بهرنی تګلاره یې هم مهم اړخونه دي.

کورنی سیاست: د ښځو حقونه او ټولګډونی حکومت هغه غوښتنې دي چې طالبان ورته غاړه نه ږدي او دې برخه کې پر کابل واکمنه دا ډله هېڅ ډول تعامل ته غاړه نه ږدي. د نجونو زده کړې یې محدودې کړي او واک یې هم یوازې تر خپلې ډلې پورې انحصار کړی دی.

بهرنۍ تګلاره او چلند: د پولو مدیریت، د ترهګریزو فعالیتونو مخنیوی او د تړونونو رعایت هم د طالبانو پر وړاندې یوه بله مساله ده. دا ډله په دې برخه کې هم چندان ښه مخینه نه‌لري او ان وخت ناوخت یې له خپلو ګاونډیانو سره هم جګړې راغلې دي. یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو میاشتو کې یې له پاکستان سره ۶ نښتې کړي. له ایران سره یې د اوبو پر سر ناندرۍ د تاوتریخوالي تر کچې رسېدلي او د همدې روان کال په اګسټ میاشت کې یې د تاجکستان له پوله‌ساتو ځواکوننو سره هم جګړه وکړه.

نور خبرونه

رادیو