په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف ویلي چې امریکا په افغانستان کې د درېیمې نړیوالې جګړې د چمتوالي لپاره د حضور په لټه کې ده. د نوموړي په وینا له افغانستان څخه دا ډول تمه لرل بې اساسه او بې ګټې ده.
ضعیف دا هم ویلي چې د افغانستان په اړه د ټرمپ برداشت غلط دی.
عبدالسلام ضعیف د شنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) پر اېکسپاڼه لیکلي، تاریخ ثابته کړې چې هېڅ ځواک نه دی توانېدلی افغانستان له خپلې بې طرفۍ څخه د یوه لوري په ګټه وکاروي.
هغه زیاتوي، چې هېڅ واکمن نه شي کولی د افغانستان په خاوره کې د بهرنیو ځواکونو د پوځي حضور په اړه معامله وکړي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې په تېرو وختونو کې دا ډول هڅو ثابته کړې چې افغانستان د ورانۍ او بربادۍ پر لور یوسي.
ضعیف وایی:«امریکا هڅه کوي چې په پاکستان، افغانستان او اذربایجان په اراضي کې ځانته ځای پیدا کړي او سیمه تر خپل پوځي او استخباراتي پوښښ لاندې راولي.»
ضعیف اټکل کوي، چې درېیمې نړیوالې جګړې لپاره چمتوالی روان دی او ښايي تر ۲۰۲۵ کال پورې یوه لویه جګړه رامنځ ته شي.
دغه پخواني طالب چارواکي یادې څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ تایید کړه چې له طالبانو سره د امریکا د ځواکونو د بېرته ستنېدو په اړه خبرې راوانې دي.
د رویټرز د راپور له مخې دغه خبرې د جون له میاشتې پیل شوي دي.
ټرمپ په یوه خبرې ناسته کې وویل چې امریکا غواړي د بګرام هوایي اډې کنټرول بېرته ترلاسه کړي. ټرمپ ویلي:«یو دلیل دادی چې بګرام یوازې یو ساعت لرې دی له هغه ځایه چې چین خپلې اټومې وسلې تولیدوي.»
د هغه په وینا طالبان له امریکا ځینې غوښتنې لري او په بدل کې یې باید د بګرام کنټرول واشتنګټن ته وسپارل شي.
د وال سټریټ ژونال د راپور پر بنسټ امرکايي چارواکي د طالبانو سره د ترهګرۍ د ځواکونو د محدودې استوګنې پر سر په لومړنیو خبرو بوخت دي.