د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوې خبرپاڼه کې اندېښنه ښوولې، چې طالبانو د بېرته راستنېدونکو مرکزونو اړوند ښځینه کارکوونکې له دندو منعه کړې او له دې سره دغه مرکزونه لا هم تړلي دي. خبرپاڼه کې راغلي، دغه اقدام تازه ستنېدونکې مېرمنې له ستونزو سره مخ کړې دي.
یونسیار وایي، د دوی ښځینه کارکوونکو د راستنېدونکو مېرمنو سره مرکې کولې، د هغوی ستونزې او اړتیاوې یې مشخص کولې او بیا یې ورته د خدمتونو برابریدو لارې چارې لټولې. د یاد سازمان په باور که دغه بندیز دوام وکړي؛ نو د ښځو لپاره به روان ناورین لا پراخ شي.
یونسیار دا خبره هم کړې، چې له طالبانو سره یې د دغه بندیز د مخنېوي او د دوی ښځینه کارکونکو ته بېرته د کاري اجازې ورکړې په تړاو خبرې اترې پیل کړې دي؛ خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې. دغه سازمان هیله څرګنده کړې، که د دوی ښځینه مامورانې بېرته دندو ته ستنې شي؛ نو اړمنې ښځې او ماشومان به له خدمتونو برخمن شي.
طالبانو له تېرو درېیو اونیو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو بندرونو کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان ښځینه کارکونکې له دندو شړلې او ورته یې سپارښتنه کړې، چې نور باید دندو ته لاړې نه شي. طالبانو تر دې دمخه هم ورته اقدامات کړي او ښځینه یې له دندو منعه کړې دي.
سره له دې چې اوس د طالبانو تر واک لاندې ښځینه له محرم سره دندو ته ځي؛ خو په ډېرو نادولتي ادارو کې بیا طالبان لا دا هم نه مني. د بشري حقونو او ښځو د ملاتړ نړۍوال سازمانونه اندېښنه لري، چې د طالبانو دغو افراطي بندیزونو افغانستان کې مېرمنې ان له رواني ستونزو سره مخ کړې او اقتصادي وضعیت یې هم سخت خراب شوی دی.
د طالبانو سختدریځه مشر ملاهبت الله په تېرو څلورو کلونو کې یوازې د ښځو د ژوند محدودولو او پرې د بندیزونو لګولو اړوند له ۱۰۰ ډېر بندیزونه لګولي او دغه لړۍ لا هم دوام لري.