په انډونیزیا کې افغان زده کړیال عدنان خطیبي په دغه هېواد کې د مخترعانو په دولسم پړاو سیالیو کې لومړی مقام وګاټه.
په دغو سیالیو کې له بېلابېلو هېوادونو شاوخوا سلو نورو زده کړیالانو هم ګډون درلود.
په جاکارتا کې د طالبانو سفارت سرپرست سعدالله بلوچ د جمعې په ورځ (د وږي ۲۸مه) د عدنان خطیبي له دغې لاسته راوړنې ستاینه وکړه.
سعدالله بلوچ، افغان زده کړیال عدنان خطیبي ته د یوه ستاینلیک په ورکړې سره وویل، په پوهه او ټکنالوژۍ کې افغان ځوانانو لوړ علمي ظرفیت لري.
د یادونې وړ ده، په دغه علمي سیالۍ کې چې د وږي په ۲۰مه په انډونیزیا کې پیل او په ۲۳مه پایته ورسېده د بېلابېلو هېوادونو شاوخوا سلو زده کړیالانو ګډون درلود.
خو دا مهال په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له امله نجونې او ښځې له تعلیم او لوړو زدهکړو څخه بېبرخې دي. د هغوی پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي او د علمي لاسته راوړنو فرصتونه یې ترې اخیستل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د هېواد بهر افغان ځوانان، لکه عدنان خطیبي، لا هم د نړیوالو علمي ډګرونو په سیالیو کې د افغانستان نوم ځلوي.
دغه تضاد د افغان ټولنې د یوې برخې پر وړاندې د پراخ محرومیت ښکارندوی دی؛ هلته چې د زلمیانو لاسته راوړنې ستایل کېږي، خو زرګونه نجونې او ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو څخه محرومې پاتې دي.