زلمی خلیلزاد:د طالبانو او واشنګټن د اړیکو پر وړاندې ستر خنډ د یرغمل شویو کسانو مساله ده

۳ ساعتونه مخکې

د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان او امریکا تر منځ پیاوړې اړیکې د دواړو په ګټه ګڼلي، خو په اوسني وخت کې یې د دغو اړیکو پر وړاندې ستر خنډ د بندیانو او یرغمل شویو کسانو موضوع یاده کړې ده.

زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ (د وږي په ۲۸مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د طالبانو او امریکا تر منځ پیاوړې اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي او په وینا یې، «د امریکا لپاره یوه څرګنده او مهمه برخه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه ده.»

د نوموړي په وینا، افغانان د ښو اړیکو لپاره خپل دلایل لري او پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي زیاته کړې، چې په دغو دلایلو کې «د خپل ګاونډ له لوري شته ګواښونه او ننګونې هم شاملې دي.»

خلیلزاد زیاته کړې، په اوس وخت کې «سمدستي خنډ د بندیانو او یرغمل شویو کسانو مساله ده، دا خورا مهمه ده چې دغه خنډ هم ژر تر ژر لرې شي.»

دا په داسې حال کې ده چې همدا څو ورځې مخکې د زلمي خلیلزاد په ګډون یو امریکایی پلاوی په افغانستان کې د بندي امریکاییانو د خلاصون لپاره کابل ته راغلي و، خو په ظاهره خالي لاسونه بېرته ستانه شوي دي.

امریکا په افغانستان کې د خپلو بندي وګړو د شمېر په تړاو څه نه دي ویلي، خو په وار وار یې له طالبانو غوښتي چې افغاني الاصله امریکايی محمود شاه حبیبي ازاد کړي، خو طالبان ان د هغه له بندي کولو هم منکر دي.

خو له دې ټولو سره سره نن (جمعه د وږي ۲۸مه) بیا طالبانو د پيټر او باربارا رېنولډز په نومونو یوه بریټانوۍ جوړه چې د افغانستان د قوانینو د نقض په تړاو له څو میاشتې راهیسې بندیان و، د قطر په منځګړيتوب ازاد کړل.

نور خبرونه

رادیو