پخوانۍ امریکایۍ چارواکې:دا فکر کول چې هبت‌الله به امریکا ته د بګرام اډه پرېږدي خندوونکې ده

۲ ساعتونه مخکې

د سپینې ماڼۍ پخوانۍ چارواکې لیزا کورټېس د ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې خندوونکې بللې دي، چې ګواکې امریکا غواړي د بګرام پوځي اډه بېرته لاس ته راوړي. نوموړې ویلي، چې طالبان به هېڅ‌کله امریکایي ځواکونو ته د بېرته ستنېدو اجازه ور نه‌کړي.

کورټېس افغانستان انټرنشنل ته په یو لیکلي پېغام کې ویلي: «دا تصور چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده به امریکا ته د بګرام د پرېښودو اجازه ورکړي، یوازې د خندا وړ ده.» هغې زیاته کړې، چې طالبانو شل کاله له امریکایي او ناټو ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړه او دا شونې نه‌ده چې اوس بېرته د ورتګ لپاره ورته دروازې پرانېزي.

لېزا کورټېس چې د ډونالډ ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال د دوحې تړون د جوړېدو په بهیر کې د پالیسۍ جوړوونکو له ډلې وه، وویل: «په دې تړون کې روښانه شوې، چې امریکا به د ۲۰۲۱م د مئ تر میاشتې ټول ځواکونه له افغانستان نه وباسي.»

هغې زیاته کړه، که ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۱م د دوبي پر مهال هم ولسمشر پاتې شوی وای؛ نو ښايي خپله پرېکړه یې بدله کړې وای، خو حقیقت دا دی چې د ټرمپ لومړۍ ادارې د دوحې تړون په چوکاټ کې د ټولو امریکايي ځواکونو د اېستلو پرېکړه کړې وه.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په میاشت کې لاسلیک شوی و.

کورټېس چې د ټرمپ په اداره کې یې د ولسمشر مرستیالې سلاکارې او د امریکا د ملي امنیت شورا د سویلي او منځنۍ اسیا د برخې مشري کړې ټینګار کوي، چې: «په دوحې تړون کې هېڅ ځای داسې څه نه دي لیکل شوي، چې امریکايي ځواکونه دې په بګرام کې پاتې شي.»

ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د برېټانیا له لومړي وزیر کې‌یر سټارمر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل: «موږ هڅه کوو، چې د بګرام هوايي اډه بېرته ترلاسه کړو. طالبان هم له موږ ځینې غوښتنې لري او موږ هم هغه اډه غواړو.»

ځینې اوسني او پخواني امریکايي چارواکي وايي، د ټرمپ له لور‌ي د بګرام د نیولو طرحه په حقیقت کې یو ځل بیا پر افغانستان د یو بل پوځي یرغل په مانا بولي. د دوی په وینا؛ دغه کار یوازې د زرګونه سرتېرو او پرمختللو پوځي وسایلو پر مټ شونی دی.

نور خبرونه

رادیو