د سویلي افریقا سفیر: افغانستان کې د طالبانو له لوري «جنسیتي تبعیض» د بشریت پر ضد جنایت دی

۲ ساعتونه مخکې

په لندن کې د سویلي افریقا سفیر، جرمیا مامابولو، د طالبانو له لوري پر افغان ښځو د لګول شویو محدودیتونو په اړه ویلي چې دا یو ډول «جنسیتي تبعیض» دی او باید د بشریت پر ضد جنایت په توګه وپېژندل شي.

مامابولو،په کمبریج کې د افغانستان په اړه جوړ شوي کنفرانس کې وویل، اپارتاید یوازې د نژادي تبعیض په معنا نه دی، بلکې تبعیض جنسي، اقتصادي او ټولنیز اړخونه هم لري. هغه د افغان ښځو شجاعت وستایه چې د جدي ګواښونو سره سره د زده‌کړې او انساني کرامت لپاره مبارزه کوي.

د سویلي افریقا دغه ډیپلوماټ د خپل هېواد د خلکو مبارزه د نژادي تبعیض پر وړاندې دافغانانو له اوسني مقاومت سره ورته وبلله. هغه یادونه وکړه چې د سویلي افریقا بریا یوازې د کورنیو مقاومتونو نه، بلکې د نړیوال فشار، اقتصادي بندیزونو او ورزشي پرېکون په مرسته ترلاسه شوه.

مامابولو ټینګار وکړ چې د تبعیص پر وړاندې د سویلي افریقا بریا د عدالت، دموکراسي او بشري حقونو پر ارزښتونو ولاړه وه او همدغسې یوالی کولی شي افغانستان ته هم د یو عادلانه راتلونکي په جوړولو کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه چې خلک باید هیله له لاسه ورنه کړي، ځکه چې د سویلي افریقا خلکو د نړیوال ملاتړ په مرسته ناممکن ممکن کړل.

سفیر وړاندیز وکړ چې هغه بنسټونه لکه د «مانډیلا بنسټ» کولی شي د پخلاینې او مقاومت خپلې تجربې له افغان مدني ټولنو سره شریکې کړي.

د کمبریج کلنی کنفرانس چې د «موزاییک» بنسټ له خوا جوړېږي، د افغانستان د اوسني کړکېچ د حل لپاره د بېلابېلو ډلو له خوا وړاندې شوي ۱۲‌لارې وڅېړلې او په پایله کې یې یو جامع حل لاره د بحث لپاره وړاندې کړه.

نور خبرونه

رادیو