طالبان وايي په اسلام کلا کې د ۴۱زره کډوالو لپاره لنډمهاله پنډغالی جوړوي

۳ ساعتونه مخکې

په هرات ولایت کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، چې د اسلام کلا په صفري نقطه کې د ۴۱ زره کډوالو لپاره د لنډ مهالي پنډغالي د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې دي او ډېر ژر به یې ګټې اخیستنې ته وسپاري.

یاد دفتر ویلي، چې له ایران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره یې تردې مهاله په اسلام کلا کې د ۲۶زره تنو لپاره د موقتي استوګنې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، ډېر ژر به په دغه لنډ مهاله پنډغالي کې د ۴۱ زره کډوالو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

په هرات ولایت کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو د بهیر له پیل راهیسې یې تر دې مهاله پر اړمنو کډوالو یو میلیارد افغانۍ وېشلې دي او ۱۵زره کډوالو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

نور خبرونه

رادیو