د تېر جمهوریت پرمهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ډونالډ ټرمپ ته په خطاب ویلي، چې د طالبانو د ځواک اساسي لامل د امریکا مالي ملاتړ دی. هغه ویلي، چې امریکا له ۲۰۲۱کال راهیسې طالبانو ته نږدې ۱۷میلیارډه ډالر ورکړي؛ حال دا چې طالبانو د نشهيي توکو له لارې دومره پيسې نهدي ګټلې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ ویلي و، چې افغانستان د څو نورو هېوادونو ترڅنګ اوس هم د نشهيي توکو د تولید او قاچاقو مرکز دی. ټرمپ کانګرس ته په خپله کلنۍ بیانیه کې ویلي و، چې د طالبانو ځینې غړي اوس هم د نشهيي توکو په کاروبار کې لاس لري او له دې لارې ګټه ترلاسه کوي.
خو ښاغلي صالح بیا د دغه څرګندونو په ځواب کې پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د طالبانو د ځواک او ټینګښت اساسي لامل د نشهيي توکو له لارې پيسې ګټل نه؛ بلکې د امریکا مالي ملاتړ دی.
هغه زیاته کړې، چې په اوسنیو شرایطو کې د حقیقت پټول ناشونی کار دی. هغه له ټرمپ غوښتي، چې نور دې طالبانو ته په اونۍ کې له ۴۰ تر ۶۰ مېلیونه ډالرو پورې پيسې نه لېږي.
ښاغلي صالح تر دې وړاندې هم په وار، وار د امریکا لهخوا طالبانو ته په اونۍ کې د ۴۰مېلیون ډالرو په لېږلو نیوکه کړې وه.