د بشري حقونو څار بنسټ: د امریکايي مرستو بندېدو، د بشري حقونو څېړنې ټکنۍ کړې دي

۴ ساعتونه مخکې

د بشري حقونو څار بنسټ وايي، چې د امریکا مالي مرستو بندېدو په افغانستان، اوکراین، روسیې، سوډان، سوریې، اسراییل، فلسطین او نورو هېوادونو کې د ملګرو ملتونو بشردوستانه فعالیتونه او د بشري حقونو څېړنې ټکنۍ کړې دي. دغه بنسټ له نړۍوالو مشرانو غوښتي، چې بشري حقونو ته ژمن پاتې شي.

د بشري حقونو څار بنسټ د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره په بېلابېلو هېوادونو کې د فلسطین د بشري حقونو د نقض وضعیت، د سوډان او هایټي بشري ناورینونه او د امریکا د مالي مرستو پر بندېدو او د ملګرو ملتونو پر فعالیتونو بحث کړی دی.

په دغه اعلامیه کې له نړۍوالو مشرانوغوښتنه شوې، چې د فلسطین په اړه د اسراییل د اقداماتو د پای ته رسولو لپاره سملاسي ګامونه پورته کړي.

تمه کېږي، چې (د سپټمبر په ۲۲مه) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د فرانسې، برېټانیا، اسټرالیا او کاناډا په ګډون ځينې هېوادونه فلسطین د خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني.

ټاکل شوې، چې د فلسطین د وضعیت په اړه دغه غونډه د فرانسې د ولسمشر امانوېل مکرون او د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په مشرۍ وشي.

د بشري حقونو څار بنسټ د لنډمهالي اجرایوي رییس فدریکو بورلو په وینا: «باید نړۍوال مشران داسې اقدامات وکړي، چې ملګري ملتونه د بشري حقونو او بشردوستانه ماموریتونو عملي کولو لپاره کافي سرچینې او سیاسي ملاتړ ولري.»

هغه زیاته کړه، چې باید مشران د نړۍوالې جزایي محکمې پر چارواکو، د فلسطین پر یوه سازمان او د ملګرو ملتونو پر کارپوه د امریکا بندیزونه وغندي او د دغه پرېکړې پر ضد اقدام وکړي.

دغه بنسټ دا هم ویلي، چې د ملګرو ملتونو دویم ستر تمویلوونکی هېواد چین هم د سوله ساتو ماموریتونو لپاره د عادي بودجې پيسې ځنډولې دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د اروپايي ټولنې شتمن هېوادونه لکه برېټانیا، جرمني، فرانسې، سویس، هالنډ، سویډن او نورو هېوادونو هم د بهرنیو مرستو په کمولو سره د ملګرو ملتونو په سازمان کې مالي ناورین ته زمینه برابره کړې ده.

د بشري حقونو څار بنسټ له هېوادونو غوښتي، چې خپلې ټاکل شوې بشري مرستې پوره او پر خپل وخت ورکړي او د ملګرو ملتونو لپاره خپلې مرستې ډېرې کړي.

د امریکا د ۱.۷ میلیارډ ډالرو بشري مرستو بندېدل، چې په افغانستان کې یې د لسګونه پروګرامونو ملاتړ کاوه؛ د دغه هېواد د خلکو پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی. د «سي، ‌اېن‌،اېن» په وروستي راپور کې راغلي، چې د دغه مرستو بندېدو د افغان ماشومانو او مېندو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

نور خبرونه

رادیو