په ملګرو ملتونو کې د برېټانیا استازی: طالبان دې ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړي

۳ ساعتونه مخکې

په ملګرو ملتونو کې د برېټانیا د دایمي استازي مرستیال جیمز کایروکي وايي، له افغانستان نه یې د هېواد ملاتړ د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او د ښځو حقونو په برخو کې د معنا لرونکو او د پام وړ ګامونو پورته کولو پورې مشروط دی. هغه له طالبانو غوښتي، چې ښځینه کارکوونکو ته دې د کار اجازه ورکړي.

نوموړي د افغانستان په اړه د امنیت شورا د تېرې شپې په غونډه کې ویلي، چې له لومړنیو حقونو د نجونو او ښځو له بې‌برخې کولو سره افغانستان بریالی کېدای نه‌شي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه تېره ورځ د ۹ هېوادونو د ګډې اعلامیې په وړاندې کولو سره پیل شوه. د امنیت شورا ۹ غړو هېوادونو له افغان مېرمنو خپل ملاتړ اعلان کړ او پر ښځو یې د طالبانو بندیزونه محکوم کړل.

طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو سره سم پر افغان ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه ولګول، چې له کبله یې وخت ناوخت د نړۍوالې ټولنې له لوري پرې توندې نیوکې کېږي.

طالب ویاندویانو بیا په وار، وار ویلي، چې په افغانستان کې د ټولو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د «اسلامي شریعت» په چوکاټ کې خوندي دي.

نور خبرونه

رادیو