د پښتون ژغورنې غورځنګ د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په جینوا کې یې د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته د پاکستان د پټو ادارو له خوا د تري تم شویو کسانو، د پوځ د هدفي وژنو، سیاستونو او په زندان کې د بې ګناه کسانو د بندي کولو په غبرګون کې لاریون وکړ.
په دغه لاریون کې د بېلابېلو اروپايي هېوادونو لسګونو کسانو ګډون کړی و.
د پي ټي ایم د مرکزي کمیټې غړی عبدالقهار همت وویل:« د اروپا له بېلابېلو هېوادونو څخه د پي ټي ایم غړي راټول شوي او د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته لاریون کوي. د پښتنو د حقونو کومه مبارزه چې مو پیل کړي ده، نن دا دی بیا جینوا ته راغلي یو». د نوموړي په وینا، د بشري حقونو سازمانونو ته خپله دا غوښتنه سپاري، چې شاوخوا ۸۵زره پښتانه وژل شوي او په تېرو څو کلونو کې شاوخوا اته زره کسان ورک شوي او یا په زندانونو کې دي.
نوموړي وویل، « د پاکستان حکومت او محکمي زموږ غږ نه اوري او مجبوره شوي یو په نړیواله کچه خپل غږ پورته کړو.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ تردې وړاندې هم په بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې په پاکستان کې د پښتنو پر وړاندې د بې عدالتیو، په پښتون مېشتو سیمو کې د پوځي عملیاتو او په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیزونو په غبرګون کې لاریونونه کړي دي.