ټرمپ یوځل بیا وویل چې غواړي بګرام اډه بېرته په واک کې واخلي

۱ ساعت مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا وویل، چې متحده ایالات غواړي د افغانستان بګرام هوایي اډه بېرته ترلاسه کړي. ټرمپ زیاته کړه چې ولسمشر جو بایډن د وتلو پر مهال دغه اډه پرېښوده. نوموړي دا"ستره تېروتنه" وبلله.

ټرمپ وویل، بګرام اډه د چین د اتومي وسلو د تولید له ځایه نږدې یو ساعته واټن لري، نو ځکه ډېره مهمه ده.

هغه زیاته کړه: «موږ دا اډه د هېڅ شي په بدل کې ورکړه او اوس هڅه کوو چې بېرته یې ترلاسه کړو»

نور خبرونه

رادیو