د کونړ له زلزله ځپلو سیمو باید ۴۰ زره لارۍ خځلې او کنډر واېستل شي

۳ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) د سپوږمکۍ له لارې د څارنې پر بنسټ ویلي، د اګست ۳۱ مې زلزلې د افغانستان په ختیځ کې پراخې ویجاړۍ رامنځته کړې او تر ۶۴۹ زره ټنه کنډر او خځلې باید پاکې شي، چې ۴۰ زره لارۍ کیږي. د زلزلې له امله ۲۳ زره کسان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

د راپور له مخې، دا کنډر او خځلې د شاوخوا ۴۰ زره لاریو د بار معادل دي، چې باید له کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو پاک شي.

په دغو ولایتونو کې ودانۍ په بشپړه توګه نړېدلې او ځمکې داسې ښورېدلې چې خلکو د ولاړېدو توان نه درلود.

د راپورونو له مخې، ۲۴۶ زره ودانۍ، چې کورونه، ښوونځي او روغتیايي مرکزونه پکې شامل دي، په اغېزمنو سیمو کې زیانمنې شوي، او ۴۶۲ کیلومتره برېښنا مزي له خطر سره مخ دي.

د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د جوړو شویو ماډلونو له مخې، له ۲۳ زره تر ۳۱ زره پورې خلک به دایمي بې‌ځایه شي او هغوی ته د زلزله‌ضد پناه ځایونو، خوړو، اوبو او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی اړین دی.

په دغه راپور کې، د ژمي په نږدې کېدو سره د سرپناه، درملنې او لومړنیو مرستو اړتیاوې بېړنۍ بلل شوې دي.

د UNDP استازي سټیفن رودریګز د زیانمنو سیمو لیدنه «بوږنوونکې» بللې او ویلي یې دي: «ټولې ټولنې له منځه تللې، کورنۍ په څلولارو او اوارو کې ویدېږي او بنسټیزو خدماتو ته لاسرسی سخت ګډوډ شوی دی.»

د کړکېچ د چارو کارپوه دیوانند رامیا دا وضعیت «د وخت پر وړاندې سیالي» وبلله او ټینګار یې وکړ چې پراخ همغږی غبرګون اړین دی.

نور خبرونه

رادیو