د لوګر ولایت د څرخ ولسوالی خلکو په قلعه نو سیمه کې په خپل مالي لګښت د ۱۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ۲۱ مترو په اوږدوالي یو پل جوړ کړی. ځايي خلک وايي، دغه پل د اتو میاشتو په موده کې جوړ شوی او مالي لګښت يي د سیمې خلکو او بهرمیشتو افغانانو له خوا ورکړل شوی دی.
د سیمې اوسیدونکي وايي، د یاد پل په جوړېدو سره د دوو کلیو د ۴۰۰۰ کورنیو د تګ راتګ ستونزې حل شوې دي.

