د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو معین عبدالرحمان قانت د ایران د اوسپنې او ډبرو ټولنې له مشر مهرداد اکبریان او د ایران سفارت له استازي حسین روستايي سره لیدلي. په دغه لیدنه کې ایراني پلاوي ویلي، چې خصوصي سکټور یې د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېواله دی.
دغه وزارت د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲۳مه) پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې په دغه لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو هم خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو ایراني لوري ته د افغانستان د کاني ظرفیتونو او پانګونې د فرصتونو په اړه معلومات ورکړل.
ایران تر دې وړاندې ویلي و، چې غواړي د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې پنځه میلیارد ډالره پانګونه وکړي. د ایران د اېراف ورځپاڼې د راپور له مخې؛ ایران پرېکړه کړې وه، چې د سیمې په یوې لویه پانګونه کې برخه واخلي او د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې پنځه میلیارد ډالره پانګونه وکړي.
په راپور کې راغلي و، دغه پانګونه چې کولای شي په راتلونکو پنځو کلونو کې ایران ته تر ۳۰ میلیارډ ډالرو زیاته ګټه ورسوي؛ په کورنیو سرچینو به د ایران د تکیې کمولو او د فولادو په نړۍوال صنعت کې به د دغه هېواد د ځای ځایګي په لوړولو کې مرسته وکړي.