د محمود شاه حبیبي ورور وایي چې د بندیانو په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ځانګړي استازي ادم بولر د سفر موخه د محمود شاه حبیبي خوشې کول دي.
هغه زیاتوي، د ټرمپ ادارې ورته ډاډ ورکړی تر هغې چې محمود شاه حبیبي ازاد نه شي، د طالبانو له ادارې سره هېڅ ډول تعامل نه کوي.
د محمود شاه حبیبي ورور، احمد شاه حبیبي د شنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل چې کابل ته د ادم بولر په تګ له مخکې خبر و او له هغه سره یې ملاقاتونه کړي دي.
هغه وویل: «د دغه سفر مهمه موخه همدا ده چې له طالبانو سره زما د ورور محمود شاه حبیبي په اړه خبرې وشي او د هغه د ازادۍ په اړه پرمختګ وشي.»
نوموړی وایي د دغه سفر دویمه موخه د ټرمپ یوه اونۍ مخکینی فرمان دی، چې د دغه فرمان له مخې ټرمپ له هغو هېوادونو چې امریکایي وګړي بندیانوي او مقابل کې یې غوښتنې لري غوښتي چې دا کار باید ودروي. په دې کې افغانستان د لېست په سر کې دی.
احمدشاه وایي د طالبانو په بند کې د محمود شاه حبیبي ترڅنګ نور امریکایي بندیان هم شته او که چیرې دوی خوشې نه شي نو امریکا به پر طالبانو نور اقتصادي بندیزونه ولګوي. هغه زیاتوي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، د استخباراتو رییس او د کورنیو چارو وزیر په سفرونو بندیز لامل هم د محمود شاه حبیبي په بند کې ساتل او نه تاییدول یې و.
هغه زیاته کړه: «امریکا طالبانو ته ویلي و تر هغه چې دا قضیه حل نه شي له تاسو سره هېڅ ډول تعامل نه کوو، نور هم اقتصادي او سفري بندیزونه درباندې لګوو.»
متحده ایالاتو په وار وار له طالبانو غوښتي، چې امریکايي یرغمل شوي کسان خوشې کړي، په ځانګړې توګه محمود شاه حبیبي خو طالبانو خپلو زندانونو کې د هغه شتون رد کړی دی.
احمد شاه د خپل ورور د خوشې کیدو هیلې په څرګندولو سره ویلي چې امریکا پوهیږي چې محمود شاه حبیبي د طالبانو په بند کې دی. په دې اړه شواهد شته او طالبان ترې انکار نه شي کولی.
محمد شاه حبیبي، چې یو افغان الاصله امریکایی تبعه دی، په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو د استخباراتو لخوا په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د استوګنې ځای په پیژندلو کې د مرستې په تور ونیول شو.
احمدشاه حبیبي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د بندیانو په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړي استازی ادم بولر نن (شنبه د وږي ۲۲مه) په ناڅاپي سفر کابل تللی او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او د ریاست اولوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا برادر سره لیدلي.