د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د بهرنیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له استازو سره د غونډې پرمهال ویلي، چې د وروستۍ زلزلې د ژغورنې چارو په عملیاتو کې د الوتکو رول مهم و او هغه الوتکې چې څلور کاله وړاندې تښتول شوې دې بېرته دې افغانانو ته وسپارل شي.
امیرخان متقي د افغانستان په ختیځ کې له زلزلې وروسته د بهرنیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له خوا د همکاریو د قدردانۍ په غونډه کې ویلي، چې د افغانستان تښتول شوې الوتکې دې بېرته وروسپارل شي.
نوموړي ویلي، چې د ژغورنې عملیات یې تر ډېره د الوتکو په وسیله ترسره کړل او اړتیا ده، چې د افغانستان تښتول شوې الوتکې وروسپارل شي.
نوموړي په دې اړه د کوم ځانګړي هېواد د نوم یادونه نه ده کړې خو وايي:« پر هغو هېوادونو غږ کوو، چې څلور کلونه وړاندې کله چې ځینو هېوادونو د افغان ولس شتمني الوتکې له هېواد څخه بهر وتښتولې او ځینو ګاونډیو هېوادونو ته یې یووړې باید بېرته افغانانو ته وسپارل شي».
امیرخان متقي د چین، متحده عربي امارات، ایران، پاکستان، هند، روسیې، ازبکستان، تاجکستان، ترکیې، ترکمنستان، جاپان، بنګله دېش سوېس او نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو څخه د زلزله ځپلو سره د همکاریو په پار مننه وکړه او وايي، یاد هېوادونه په سخت وخت کې د افغانستان تر څنګ ودرېدل.
پر همدغه مهال متقي زیاته کړې، چې د بهرنیو هېوادونو ترڅنګ ګڼو بهر مېشتو افغانانو هم له زلزله ځپلو سره مرستې راټولې کړې، خو پر افغانستان د ځینو بندیزونو له امله د بهر مېشو افغانانو مرستې افغانستان نه نه دي رسېدلې.
متقي وویل:«پر افغانستان د غیر قانوني او ظالمانه بندېزونو له امله زموږ بهر مېشتو هېوادوالو نه شوای کړای چې زلزله ځپلو ته مرستې ولېږي. دا ډېر د افسوس وړ ده. یوځل بیا غږ کوو چې پر افغانستان لګېدلي بندېزونه دې لرې کړای شي څو افغانان په خپلو ظرفیتونو له خنډ پرته د هېواد په ابادۍ کې برخه اخلي.»
دغه طالب وزیر ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې مرګونې زلزلې مدیریت یې په ښه ډول وکړ او د زلزله ځپلو لپاره د سرپناه او کورونو، روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو، مدرسو، کرنیزو زېربناو جوړول یې په لومړیتوب کې دي.
طالبانو ویلي، چې د کونړ زلزلې له امله ۲۲۰۴ تنه مړه شوي، ۳۶۴۰ تنه نور ټپیان شوي او ۵۴۱۲ کورونه ویجاړ شوي دي.