بنیامین نتنیاهو: زموږ دوښمنان باید پوه شي چې اسراییل به خپلې لارې ته دوام ورکړي

۳ ورځې مخکې

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، هېواد به یې له خپلو ټاکل شویو موخو په شا نه شي او په پیاوړې توګه به خپلې لارې ته دوام ورکړي.

نتنیاهو دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د اسراییل پوځ په یمن کې د حوثي یاغیانو پر مهمو ځایونو بریدونه ترسره کړل.

هغه ټینګار وکړ: «هېڅ ډول تضاد او دوه‌ګونی چلند نشته، بلکې یو ګډ ترکیب دی او دا ترکیب ډېر پیاوړی دی. زموږ ټول دوښمنان باید پوه شي چې موږ خپله لار تعقیبوو.»

د اسراییل لومړي وزیر زیاته کړه، چې د یمن په جګړه کې هم داسې کسان موجود وو چې د موضوع پر اهمیت نه پوهېدل او د اسراییل ترڅنګ و نه درېدل، خو هېواد یې «بې‌وېرې او په ستر باور» عمل کوي څو د اسراییل دوام او بقا ډاډمن کړي.

نور خبرونه

رادیو