په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او سفیر د قطر د پوهنې وزارت له چارواکو سره لیدلي دي

۴ ورځې مخکې

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او سفیر سهیل شاهین وایي، چې د دغه هېواد د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو له یو شمېر چارواکو سره یې ځانګړې ناسته ترسره کړې ده.

په قطر کې د طالبانو له سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ناسته کې چې د کوربه هېواد د پوهنې وزارت د دفتر مشر حامد المالکي هم حضور درلود، شاهین ویلي دي چې قطر تل په سختو شرایطو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ وو.

هغه د قطر د مرستو او ملاتړ مننه وکړه او دغه اړیکې یې «دواړو هېوادونو لپاره حیاتي او اړینې» وبللې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالب سفیر په ځانګړې توګه د هغو افغان ماشومانو ستونزه یاده کړې چې له خپلو کورنیو سره په قطر کې مېشت دي او ښوونځیو ته د شاملېدو له محدودیتونو سره مخ دي.

شاهین له قطري چارواکو وغوښتل، چې د دغو ماشومانو د زده‌کړو د بهیر اسانتیا لپاره جدي ګامونه واخلي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د قطر د پوهنې وزارت د وزیر د دفتر مشر حامد المالکي د طالب سفیر د غوښتنو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د افغان ماشومانو د ښوونځیو ستونزه به هواره کړي.

هغه زیاته کړه، چې د وزارت اړوند ادارې به په همکارۍ سره کار وکړي څو افغان ماشومان وکولای شي په دولتي او شخصي ښوونځیو کې زده‌کړې ته دوام ورکړي.

د ناستې په پای کې دواړو لوریو د قطر او افغانستان تر منځ د ښوونیزو اړیکو د پراخولو پر اړتیا هم خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د افغان کډوالو د ماشومانو زده‌کړې ته پاملرنه د دواړو هېوادونو په ګډو همکاریو کې مهمه برخه جوړوي.

نور خبرونه

رادیو