د افغانستان د ملي امنیت ریاست پخواني مرستیال اجمل عبید عابدي په یوې تازه مرکه کې ویلي دي، چې طالبان یوازې د یوې کورنۍ ډلې په توګه نه شي کتل کېدای، بلکې د القاعده تر مستقیمې اغېزې لاندې فعالیت کوي.
هغه له افغانستان انټرنشنل سره په یوه مرکه کې زیاته کړه، چې د طالبانو ټولې ستراتیژۍ او پرېکړې د القاعده له خوا لارښوونه کېږي، چې دا وضعیت د سیمې او نړۍ لپاره جدي اندېښنې زېږوي.
عابدي ویلي دي، چې طالبان نړۍوالو ته داسې انځور وړاندې کوي چې ګوندې القاعده نور د لوېدیځ یا امریکا پر وړاندې ګواښ نه دی او یوازې د دوی د مېلمستون مېلمانه دي، خو حقیقت بل ډول دی.
د ده په وینا: «القاعده یوازې د طالبانو ملاتړې نه ده، بلکې د دوی د کړنو تر شا اصلي رهبره ده. دغه ډله د نړۍوال امنیت لپاره هم بالفعل او هم بالقوه خطر بلل کېږي.»
هغه زیاته کړه، چې د طالبانو او القاعده ګډ فعالیتونه د سیمې د ثبات لپاره اوږدمهاله ګواښونه رامنځته کوي.
دغه پخواني امنیتي چارواکي ټینګار کړی، چې اوسمهال د نړۍ هېڅ هېواد له طالبانو سره د مشروع حکومت په توګه اړیکې نه لري.
د هغه په خبره، دا اړیکې یوازې د استخباراتي اړتیاوو پر بنسټ ولاړې دي، نه د دایمي ډیپلوماټیکو همکاریو پر بنسټ.
عابدي د داعش په اړه هم اندېښنې څرګندې کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې د داعش خراسان څانګې فعالیتونه یوازې په محدودو سیمو پورې تړلي وو، خو اوس یې ځواک او وړتیا پراخه شوې ده.
هغه د داعش وروستي بریدونه په ایران او روسیه کې د دې ډلې د نوې وړتیا بېلګې وبللې او ویې ویل، چې د افغانستان له خاورې د پولو هاخوا ترهګریز ګواښونه ورځ تر بلې ډېرېږي.
پخواني امنیتي چارواکي په خپله مرکه کې یوې جنجالي موضوع ته اشاره وکړه او ادعا یې وکړه، چې د طالبانو ځینې داخلي کړۍ د خلیل حقاني په وژنه کې له داعش سره په مستقیمه همکارۍ کې ښکېلې وې.
هغه وویل، چې دا ډول پېښې د طالبانو دننه پر ژورو اختلافاتو او دوهمخې اړیکو دلالت کوي.
عابدي په ټینګار سره وویل، چې طالبان، القاعده او داعش د سیمې د امنیت لپاره درېګونی ګواښ جوړوي او که نړۍواله ټولنه پر وخت اقدام ونه کړي، د دې ګډوډۍ بیه به د سیمې هېوادونه او نړۍوال امنیت دواړه پرې کړي.
هغه زیاته کړه: «طالبان یوازې د افغانستان مسله نه ده؛ د دوی اړیکې له القاعده سره د سیمې او نړۍ راتلونکې له ګواښ سره مخ کوي. نړۍواله ټولنه باید جدي، ګډ او حساب ورکوونکي ګامونه پورته کړي.»