د طالبانو د پنجشیر والي حافظ محمد اغا حکیم خبرداری ورکړی چې د پخواني نظام د چارواکو « ناکامي، فساد او له شرم ډکه تېښته» دې د اوسني نظام د مسوولینو لپاره عبرت وي. هغه ټینګار کړی، چې نافرماني او سرکشي د پخوانیو حکومتونو د سقوط اساسي لامل و.
د پنجیشر ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه څرګندونې نوموړي نن د «نصایح او اصلاحات» په نوم په هغه دیني غونډه کې وکړې چې د پنجشیر د علماوو شورا په همکارۍ د ولایت مقام له لوري جوړه شوې وه.
خبرپاڼه زیاتوي، والي حکیم زیاته کړه: «هر مسوول باید خپلې دندې د طالبانو د نظام د پالیسیو، د شریعت د اصولو او له لوایحو سره سم ترسره کړي، ځکه نافرماني او سرکشي د پخوانیو حکومتونو د سقوط اساسي لامل و.»
نوموړي د طالبانو د نظام د بقا کلي د میلیونونو افغانانو د قربانیو پایله وبلله او ویې ویل، چې د دیني ارزښتونو پلي کول د ټولو ګډ مسوولیت دی.
په غونډه کې د پنجشیر د علماوو شورا رییس مفتي ضیاالحق حنفي هم پر همدې ټکي ټینګار وکړ او ویې ویل چې مسوولیت د مقام او امتیاز معنا نه لري، بلکې ستر امتحان او الهي امانت دی.