د روغتیا نړۍوال سازمان: د افغانستان په ختیځ کې زلزله‌ځپلي له سختو انساني ننګونو سره مخ دي

۴ ورځې مخکې

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل تازه خپور کړي راپور کې د افغانستان په ختیځو سیمو د وروستیو زلزلو له اغېزو اندېښنه څرګنده کړې ده. د دغه سازمان د شمېرو له مخې، په یادو سیمو کې له نیم میلیون څخه زیات خلک د زلزلې له امله سخت زیانمن شوي او په بېړني ډول بشري مرستو ته اړتیا لري.

په راپور کې ویل شوي، د زلزله‌ځپلو د اوسېدنې کورونه، ښوونځي، روغتیایي مرکزونه او د اوبو رسونې سیسټمونه سخت زیانمن شوي، چې له امله یې د خلکو ژوند له جدي ستونزو سره مخ دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان زیاتوي، د ژوبل شویو کسانو د درملنې لپاره کافي اسانتیاوې نشته او د درملو کمښت ورځ تر بلې جدي کېږي.

په راپور کې همداراز راغلي، د ماشومانو او ښځو حالت د اندېښنې وړ دی، ځکه په لسګونه زره ماشومان له سړې هوا، د خوړو له کمښت او د خیمو د نشتوالي سره مخ دي.

د سازمان په وینا، د پاکو اوبو نشتوالی او د ناروغیو د خپرېدو وېره د روغتیايي بحران بڼه غوره کوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې نړۍواله ټولنه باید ژر تر ژره د افغانستان له خلکو سره د مرستې لاس اوږد کړي، ځکه د ژغورنې کړکۍ ورځ تر بلې تنګېږي.

دغه سازمان په ځانګړي ډول له بشرپاله بنسټونو غوښتي، چې د خوړو، پاکو اوبو، درملو، خیمو او نورو بېړنیو توکو په لېږلو کې همکاري وکړي.

په راپور کې یادونه شوې، چې د سیمې جغرافیایي سخت شرایط، د سړکونو خراب وضعیت او د ژمي د یخ موسم راتګ د مرستو د رسولو پروسه لا نوره ستونزمنه کړې ده.

په عین حال کې، ځايي خلک شکایت لري چې زلزله‌ځپلو سیمو ته کافي مرستې نه دي رسېدلي او ډېری کورنۍ د بې‌سرپناه کېدو له امله په ازاده فضا کې شپې سبا کوي.

د یادونې وړ ده، چې د تېرې میاشتې زلزلې په کونړ او نورو ختیځو سیمو کې لسګونه کسان ووژل، سلګونه نور یې ټپیان کړل او د زرګونو کورنیو کورونه یې ویجاړ کړل.

نور خبرونه

رادیو