د کونړ ناورین

طالبان: د کونړ له زلزله ځپلو سره د متحده عربي اماراتو مرستې راورسېدې

۵ ورځې مخکې

د طالبانو تر واک لاندې رسنیو خبر ورکړی، چې د کونړ زلزله ځپلو ته د متحده عربي اماراتو په مرستو بار ۷۵ لارۍ دغه ولایت ته رسېدلې دي. د کونړ لپاره د طالبانو ځايي چارواکو ویلي، چې په دغه مرستو کې لومړني اړین خوراکي او روغتیایي توکي شامل دي.

د کونړ لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کتلور رییس نجیب الله حنیف ویلي، چې څه باندې په مرستو بار ۲۵۰ لارۍ هم پر لاره دي او ډېر ژر به ور ورسېږي.

د حنیف په خبره؛ تر دې دمه د متحده عربي اماراتو، سعودي، قطر، چین، ایران او د هند مرستې ور رسېدلې دي.

د طالبانو ځايي چارواکو ویلي، چې د یوې منظمې او رڼې تګلارې له مخې مرستې په زیانمنو وېشي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې د کونړ ځینو اوسېدونکو او په ځانګړې توګه زلزله ځپلو د افغانستان انټرنشنل په ګډون له ځینو رسنیو سره په خبرو کې د مرستو د وېش پر روڼتیا شک ښودلی و.

نور خبرونه

رادیو