سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د امر بالمعروف محتسبانو تېره ورځ د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کې یو شمېر هغه خیاطان نیولي چې د ښځو جامې یې ګنډلې.
طالبانو نارینه خیاطانو ته امر کړی، چې نور دې د ښځو جامې نه ګنډي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کندهار د امر بالمعروف ریاست محتسبانو تېره ورځ د کندهار ښار د ۹ مې حوزې اړوند د لویې ویالې په سیمه کې له شل ډېر هغه خیاطان له ځان سره بیولي چې د ښځو جامې یې ګنډلې.
یاد خياطان د کندهار په امر بالمعروف ریاست کې تر یوې شپې زنداني کېدو وروسته په ضمانت خوشې شوي دي.
د ښځو د جامو یوه خیاط، چې د امر بالمعروف محتسبانو په ضمانت خوشې کړی، افغانستان انټرنشنل ته وویل:« په یارانه مارکیټ کې ټول دوکانونه د زنانه خیاطۍ، فېشن فروشي او د زنانه د کالیو دي. پرون پر څلور بجې امر بالمعروف والا راغلل، زه او ډېر نور خیاطان یې له ځان سره یووړو، ویل یې نور نو شیان ټول کړئ».
دغه کس چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، وايي، له تېرو شاوخوا لس کلونو راهيسې د ښځینه جامو د ګنډلو کاروبار کوي او د دغه مسلک له لاري خپله شپږ کسیزه کورنۍ ساتي.
نوموړی زیاتوي:«زموږ همدا مسلک دی او خپله کورنۍ پرې ساتو، اوس نو چې طالبانو بندیز ولګاوه، زما په ګډون د لسګونو کسانو کاروبار به خراب شي. د ټولو ښځو خو خیاطي نه ده زده، چې هغوی خپلې جامې پخپله وګنډي».
سرچیني وايي، طالبانو له یادو خياطانو څخه په راتلونکي کې د ښځو د جامو نه ګنډلو لیکلی تعهد اخیستی دی.
په کندهار ښار کې د یارانه مارکیټ یو بل هیټوال وايي، له تېرو څو ورځو راهېسې د امر بالمعروف یوه ډله محتسبان په هټیو ګرځي او هغو ښځو ته، چې د سودا اخېستلو لپاره یوازې له کوره راوتلې وي، هټيو ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي.
سرچینو ویلي، چې طالبانو د سینګار توکو هټیوالو ته هم امر کړی دی، چې له شنو چادریو پرته به پر ښځو عربي حجابونه هم نه پلوري.
دا په داسې حال کې ده، چې څو اونۍ وړاندې هم د کندهار ښار د امر بالمعروف محتسبانو هټیوالو او په ځانګړې توګه د سینګار توکو پلورونکو ته امر کړی و، چې «له چادري پرته د تور حجاب استفاده کوونکې ښځې به هټیو ته نه پرېږدئ او سودا مه ورکوئ».
هټیوالو ته طالبانو امر کړی و، چې یوازې به د شنو چادریو والا ښځو ته سودا ورکوي.