د طالبانو عدلیې وزارت: د کورونو د کرایو کنټرول لپاره مو د څار ډلې جوړې کړې دي

۵ ورځې مخکې

د طالبانو عدلیې وزارت وايي، چې په کابل ښار کې یې د کورونو د کرایو د کنټرول لپاره اقدامات کړي دي. د دغه وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې د کابل ښار په ټولو ناحیو کې د ساحوي څار ډلې جوړې کړې دي.

په خبرپاڼه کې د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند برکت‌الله رسولي له قوله راغلي، چې جوړو شویو ډلو کې د دغې ډلې امنیې قوماندانۍ، استخباراتو، ښاروالۍ او اړونده ادارو استازي برخه لري.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې؛ کمیټې پرېکړه کړې، چې د کورونو کرایې د ۱۴۰۳ کال پرتله تر ۱۰ سلنې زیاتې نه‌شي لوړېدای او د معاملاتو لارښوونې دفترونه مکلف دي چې له دغې پرېکړې سرغړونه ونه کړي؛ که نه له قانوني چلند سره به مخ شي.

په ورته وخت کې د طالبانو د عدلیې وزارت په یوې بلې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی په کابل ښار کې د معاملاتو د لارښوونې هغه لسګونه دفترونه چې له ټاکل شویو اصولو یې سرغړونه کوله تړلي دي. خبرپاڼه کاږي، چې یاد وزارت په تېره یوه میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو د لاروښونې څه باندې ۴۰ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له کبله تړلي دي.

یاد وزارت په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې په وروستیو کې د افغانستان په لویو ښارونو او په ځانګړې توګه په کابل ښار کې خلکو د کرایي کورونو د نشتوالي او د لوړو کرایو له امله شکایتونه کړي دي.

دوی د افغانستان انټرنشنل په ګډون له بېلابېلو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې له زیاتو هڅو وروسته هم کرایي کورونه نه شي پیدا کولای او که کوم یو پیدا هم شي کرایې یې دومره لوړې وي چې دوی یې د ورکولو توان نه‌لري.

افغانستان ته د سلګونه زره افغان کډوالو په ستنېدو د کورونو او سرپناه د نشتوالي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. وړاندې ملګرو ملتونو هم ویلي و، چې د سرپناه د ستونزو له حل پرته د افغان کډوالو د بیا مېشتېدو چاره ناشونې ده.

نور خبرونه

رادیو