طالبانو په کندهار ولایت کې د تمثیلي ویډیوګانو او ممثلینو پر فعالیتونو بندیز لګولی

۵ ورځې مخکې

په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست په تازه پرېکړه کې د ممثلینو له خوا په ټولنیزو رسنیو کې د تمثیلي ویډیوګانو جوړول او خپرول منع اعلان شوي دي. دغه پرېکړه د کندهار پر هغو ګڼو ځوانانو مستقیم اغېز لري چې د ژوند اساسي عاید یې له همدې لارې ترلاسه کېده.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو کلونو کې د کندهار ګڼ شمېر ځوانانو د ټولنې مثبت او منفي اړخونه په تمثیلي بڼه نندارې ته وړاندې کول.
یادو ځوانانو به د طنز او خندا له لارې د ټولنیزو ستونزو ښودنه کوله او د خلکو د خندا ترڅنګ یې د بدو دودونو پر وړاندې د خلکو پام را اړاوه، خو اوس د امربالمعروف د نوې پرېکړې له مخې دا دروازه هم ورباندې وتړل شوه.
د عطاالله زر او سمع‌الله چنار په نوم دوه مشهور وروڼه چې د کندهار د تمثیل په ډګر کې ډېر پېژندل شوي دي، په خپلو ټولنیزو پاڼو کې اعلان کړی چې د امربالمعروف ریاست له خوا یې پر فعالیت بندیز لګول شوی.
دوی لیکلي: «خدای پامان ـ د زر چنار د یوټیوب او فېسبوک پاڼو قدرمنو لیدونکو! نور له نن، د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په ۹مه نېټه موږ او تاسې د میډیا پر مخ خدای پامان یو. د امربالمعروف د قانون د دوه‌ویشتمې مادې پر اساس، له هر ډول ویډیويي فعالیت څخه منع کړل شو. بخښنه به سره کوو.»


عطاالله زر څه موده مخکې هم د طالبانو له لوري بندي شوی و، خو د بندي کېدو لامل یې معلوم نه و.
یوه بله سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي افغانستان انټرنیشنل - پښو ته ویلي: «امربالمعروف موږ ته په ښکاره وویل چې تاسې تمثیل نه کوئ، بلکې فسق او فساد خپروئ. هغوی ټینګار وکړ چې څوک ټوکې کوي او خلک خندوي دا کار حرام دی.»
په ټولنیزو رسنیو کې خلکو د طالبانو دا پرېکړه په کلکه غندلې ده او یو شمېر کاروونکو لیکلي، چې طالبان هڅه کوي د خلکو پر خوله خندا بنده کړي.
د ټولنیزو رسنیو یوه کاروونکي په خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي: «طالبانو مخکې ورزشونه او لوبې بندې کړې، اوس یې د خندا او تمثیل پر وړاندې هم ګام پورته کړ، داسې ښکاري چې دوی نه غواړي خلک خوشاله ژوند ولري.»
ځینو نورو بیا ویلي، چې د تمثیلي ویډیوګانو اصلي موخه یوازې خندا نه، بلکې د ټولنې د ستونزو انځورول او د منفي دودونو له منځه وړل وو، خو طالبانو دا کار بند کړ.
د کندهار یوه اوسېدونکي په یوه تبصره کې لیکلي: «په دې ویډیوګانو کې ډېر بد دودونه او ناسم کارونه ښودل کېدل، چې خلکو پرې عبرت اخیست، سربېره پر دې ډېر ښه پیغامونه د همدې لارې خلکو ته رسېدل، خو طالبانو د دې د مخنیوي پرېکړه وکړه چې ډېر بې ځایه کار دی.»
د کندهار ډېری ممثلین د خپلو ویډیوګانو له لارې نه یوازې د خلکو د خوښۍ سرچینه ګرځېدلي وو، بلکې د کاروباري اعلانونو په بڼه یې یو څه عاید هم ترلاسه کاوه.
اوس چې د دوی د عاید یوازینۍ سرچینه بنده شوې، ډېری ځوانان د اقتصادي ستونزو له زیاتوالي سره مخ دي.
یوه ممثل د نوم د نه اخیستو په شرط ویلي: «دا مهال زموږ د اکثره لوستو او نالوستو ځوانانو لپاره کارونه نشته، زموږ د ژوند تکیه یوازې پر همدې ویډیوګانو وه، اوس نه پوهېږو چې څنګه به د ژوند چارې پر مخ یوسو.»
د طالبانو د امربالمعروف ریاست چلند په ټولو ولایتونو کې یو ډول نه دی. په ځینو ولایتونو کې تمثیلي ویډیوګانې لا هم د محدودیتونو سره سره خپرېږي، خو کندهار د نورو په پرتله ډېر سخت بندیزونه تجربه کوي.
په دې ولایت کې یوازې پر تمثیل نه، بلکې د انځور په اخیستو او د ویډیو پر جوړېدو هم پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.
اوس د تمثیلي ویډیوګانو پر بندیز سره کندهار یو ځل بیا د ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو د خنډ په مرکز بدل شوی دی.
د امربالمعروف دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې په هېواد کې د بېکارۍ کچه لوړه ده او د ځوانانو لپاره د کار او عاید فرصتونه محدود دي.
د خلکو په باور د تمثیل بندیز نه یوازې د هنر او کلتور پر وړاندې یو جدي ګوزار دی، بلکې د ځوانانو پر اقتصادي وضعیت به هم منفي اغېز ولري.
طالبانو په رسمي ډول د دې نوي بندیز په اړه څه نه دي‌ ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر دې وړاندې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي نیولي، بندیان او ان شکنجه کړي هم دي.

نور خبرونه

رادیو