د ترکیې سره میاشت وايي له افغان زلزله ځپلو سره مرستې ډېروي

۴ ورځې مخکې

د افغاني سرې میاشتې ادارې ویلي چې ددغې ادارې رییس د ترکیې د سرې میاشتې له رییس نعیم‌الله کریمي سره د وروستۍ زلزلې د زیانمنو شویو لپاره د غوره خدمتونو ، همکاریو د پیاوړتیا او د مرستو د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي.

ترکیې له زلزله‌ځپلو سره د مرستو د زیاتولو ژمنه کړې ده.

افغاني سرې میاشتې د چارشنبې په ورځ (د وږي ۱۹مه) وویل، چې په ناسته کې شهاب‌الدین دلاور د ترکیې د سرې میاشتې د بیړنیو مرستو او همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د افغان سرې میاشتې لومړیتوب د زلزله‌ځپلو لاسنیوی او د هغوی د ورځني ژوند ښه کول دي.

هغه زیاته کړه چې د زلزله‌ځپلو د عادي ژوند د بیاپیل لپاره پراخو بشردوستانه مرستو ته اړتیا ده.

بل خوا نعیم‌الله کریمي په خپلو څرګندونو کې ویلي چې ترکیه له افغانستان سره ژورې اړیکې لري او د افغان ولس په هر غم او درد کې ځان شریک ګڼي.

هغه زیاته کړې: «زموږ موخه دا ده چې د هر ډول شرایطو په ترڅ کې د افغان ولس تر څنګ ودرېږو او هڅه وکړو چې خپلې مرستې د زیانمنو شویو کورنیو د ملاتړ لپاره نورې هم زیاتې کړو.»

نور خبرونه

رادیو