انالینا بربروک: افغان نجونو ته باید د هغوی راتلونکی بېرته را وګرځوو

۴ ورځې مخکې

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې نوې مشرې او د جرمني د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې انالینا بربوک ددغه سازمان د ۸۰یمې ناستې په پرانېستونکې وینا کې وویل، چې افغان نجونو ته، چې له زده کړو او خپل ماشومتوب محرومې دي، باید خپل راتلونکی بېرته ورکړل شي.

بربوک د ملګرو ملتونو د ۸۰یمې عمومي غونډې د مشرۍ پرمهال په خپله پرانېستونکې وینا کې وویل، چې نړۍ له سختو کړکېچونو سره مخ ده، په غزه کې ماشومان له لوږې مري، په افغانستان کې نجونې له ښوونځي او عادي ماشومتوبه محرومې دي او په خارکیف کې خلک د ډرونونو او توغندیو له وېرې په تشنابونو کې پټیږي.

بربوک زیاته کړه: «که افغانې نجونې او د غزې مور و پلار کولای شي د ژوند په تیارو شیبو کې پر مخ ولاړ شي، نو موږ هم کولای شو. موږ مکلف یو چې د افغان نجونو راتلونکی بېرته ور وګرځوو».

هغې د ملګرو ملتونو اهمیت ته په اشارې وویل چې له دې پرته میلیونونه انسانان د زده‌کړې، خوړو، روغتیا او سرپناه له بنسټیزو مرستو بې‌برخې پاتې کېدل.

د بربوک په وینا، د ۸۰یمې ناستې اصل پیغام «یوځای ښه یو» دی او نړیواله ټولنه باید خپلې ژمنې عملي کړي.

هغې زیاته کړه، « زه رسمي اعلان کوم چې خپلې دندې به په صداقت ترسره کړم او سپارل شوې مسوولیتونه به په سمه توګه اجرا کړم. د نمانځلو پر ځای ښایي ښه وي له ځان نه وپوښتو چې «ملګري ملتونه چېرې دي؟» هغه سازمان چې له دوزخه زموږ د ژغورنې لپاره جوړ شو».

بربوک وپوښتل، چې کله جګړې پراخېږي، ملګري ملتونه چېرته دي؟

انالینا بربوک د نړۍ په هغو ښځینه سیاستوالو کې شمېرل کیږي، چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو ټینګ ملاتړ کوي او د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د سمبالښت پرمهال یې ګڼو افغان ښځو او له ګواښ سره مخ افغانانو ته برلین ته د لېږد لاره برابره کړه.

نور خبرونه

رادیو