په جلاوطنۍ کې د کابل ټربیون په نامه یوې رسنۍ فعالیت پیل کړ

۵ ورځې مخکې

په جلاوطنۍ کې د کابل ټربیون په نامه یوې رسنۍ فعالیت پیل کړ، دغه رسنۍ په انلاین بڼه په پښتو، دري او انګلیسي ژبو فعالیت کوي. د یادې رسنۍ مسوولین وايي، هڅه کوي چې په رسنیز ډګر کې خپل رول ولوبوي.

د کابل ټربیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په داسې حال کې چې ورځ تر بلې په افغانستان کې د بیان ازادي محدودېږي، ورسره د خپلواکو رسنیو فعالیت خورا مهم دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې تر ډېره به د دغه رسنۍ کاري تمرکز د ښځو د حقونو اړوند موضوعات وي. په خبرپاڼه کې د کابل ټربیون د مشرې بهشته ایوبي له قوله ویل شوي، که څه هم په افغانستان کې د ښځو د غږ خاموشولو لپاره هڅه کېږي؛ خو دوی به د یادې رسنۍ له لارې په دې برخه کې خپل رول ولوبوي.

دغه جلاوطنه رسنۍ په داسې حال کې د خپل فعالیت د پیل خبر ورکوي، چې ورځ تربلې په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې محدودیتونه مخ پر زیاتېدو دي. له بل پلوه په افغانستان کې خبریالانو د افغانستان انټرنشنل په ګډون له بېلابېلو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د کار پرمهال له ډول، ډول ستونزو او محدودیتونو سره مخامخ دي.

نور خبرونه

رادیو