په غور کې د طالبانو د دفاع وزارت یوه چورلکه راپرېوتې ده

۴ ورځې مخکې

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې غرمه مهال د غور ولایت د تولک ولسوالۍ په نعلبندان سیمه کې یوه چورلکه راپرېوتې ده.

سرچینې وايي، چې په دې چورلکه کې د طالبانو د کانونو وزیر، د غور والي او یو شمېر نورو طالب چارواکو سفر کاوه. پېښه یوازې برسېرن ټپیان لري.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو د کانونو وزیر هدایت الله بدري او یو شمېر نورو طالب چارواکو په یاه چورلکه کې د تولک ولسوالۍ د نعلبندان په سیمه کې د یو کان لېدلو لپاره سفر کړی و.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلې ویډیو کې ښکاري، چې چورلکه د الوتلو پر مهال له غره سره د ټکر له امله بېرته پر ځمکه رالوېږي.

په یاده پېښه کې د یو شمېر کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی، خو کره شمېره یې نه دی څرګند. د طالبانو دفاع وزارت پېښه تایید کړې او لامل یې «تخنیکي ستونزې» بللې دي.

له دې وړاندې د ۲۰۲۴ کال په می میاشت کې هم په غور کې یوه الوتکه را پرېوتې وه.

نور خبرونه

رادیو