د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د روسیې او طالبانو تر منځ د «دوستانه اړیکو» خبر ورکړی.
ماریا زاخارووا د طالبانو له زندان نه د یوه روسي څیړونکي د خوشې کېدو په تړاو د یوې پوښتنې ځواب کې وویل، چې «د روسیې فدراسیون او د افغانستان اسلامي امارت تر منځ دوستانه اړیکې شته».
زاخارووا د سې شنبې په ورځ وویل، چې «روسی اتنوګراف سرګي کاویرین، چې له جولای میاشتې راهیسې په افغانستان کې د څو جرمونو په تور نیول شوی و، د سپتمبر پر ۸مه، له کابل څخه خپل هېواد ته را وستل شو».
زاخارووا وویل، « د افغان چارواکو له خوا د روسیې د لوري په غوښتنه کاویرین خوشې شو، په دې اساس چې د روسیې فدراسیون او د افغانستان اسلامي امارت تر منځ دوستانه اړیکې شته».
سوتیاسلاو کاویرین د روسیې د علومو اکاډمۍ د اتنوګرافیکو مطالعاتو مرکز او د ختیځ پېژندنې انسټیټیوټ څیړونکی دی، چې د هندوکش د خلکو د کلتور څیړونکی ګڼل کېږي.
د جولای پر۱۹مه، هغه وویل چې په کندز ښار کې د ګاڼو د قاچاق په تور نیول شوی او پرېکړه وشوه چې په کابل کې د استخباراتو ریاست ته انتقال شي.
کاویرین په زندان کې له بهر سره اړیکه نه لرله.
هغه له خوشي کېدو وروسته وویل، چې طالبانو د جاسوسۍ شک پرې درلود، خو د هغه په وینا، قضیه د شواهدو د نشتوالي له امله وتړل شوه.