د ځان وژنې د مخنیوي نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د ځان وژنې کچه زیاته ده

۵ ورځې مخکې

نن (د سپټمبر ۱۰مه) د ځان وژنې د مخنیوي نړۍوالې ورځې سره سمون لري؛ خو افغانستان دغه ورځ داسې مهال نمانځي، چې د بېلابېلو لاملونو له کبله د ځان وژنې کچه په‌کې زیاته ده.

افغانستان انټرنشنل پښتو ته یوې روغتیايي سرچینې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو د ځان وژنې په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

سرچینې د بېلګې په توګه یوازې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې په خوست ولایت کې د ۳۷ کسانو یادونه کړې، چې ځان وژنه یې کړې ده. په دغه کسانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

په افغانستان کې مخ پر زیاتېدونکی فقر او بې‌وزلي، نامعلوم برخلیک، بې‌روزګاري، کورنی تاوتریخوالی او رواني ستونزې د ځان وژنې د زیاتوالي مهم لاملونه بلل کېږي.

دغه ورځ هرکال په نړۍ کې په دې موخه نمانځل کېږي، چې د ځان وژنې د مخنیوي په اړه خلکو ته هر اړخیزه عامه پوهاوی ورکړل شي. د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې؛ هر کال په ټوله نړۍ کې ۸۰۰ زره کسان ځان وژني، چې په هرو ۴۰ ثانیو کې یو کس ځان وژنه کوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان شمېرې ښیي، چې هر کال په نړۍ کې ۲۰ مېلیونه کسان د ځان وژنې هڅه کوي. دغه سازمان وايي، ځان وژنه که څه هم یوه نړۍواله پدیده؛ خو تر نږدې اتیا سلنو پورې یې په ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې پېښېږي.

د روان ۲۰۲۵زېږدیز کال د لومړۍ میاشتې په پای کې په کندهار کې یوه ځوان د بې‌روزګارۍ له کبله په فیسبوک کې تر مخه ښې وروسته ځان وژنه وکړه. د فدا محمد اڅکزي په نوم دغه ځوان له ځان وژنې څو شېبې وړاندې پر فېسبوک پاڼې په وروستي پیغام کې ویلي و، چې «بښنه به سره کوو، د الله په امان.»

د اڅکزي د ځان وژنې خبر او په فیسبوک د هغه د خدای پامانۍ پیغام د ګڼو خواله رسنیو کاروونکو ترمنځ لاس په لاس کېده او سخت غبرګونونه یې راوپارول. هغه مهال د خواله رسنیو کاروونکو نیوکه کړې وه، چې د اڅکزي او ګڼو نورو افغان ځوانانو چې په فقر او بې‌وزلۍ کې ژوند تېروي؛ د ملامتۍ پړه طالبانو ته ورګرځي.

د دوی په وینا، دا چې اوس طالبان د افغانستان واک په لاس کې لري؛ نو ولې نه‌شي کولای خلکو او په ځانګړې توګه ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي؟

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، چې د یو کس د ځان وژنې ټولنیز اغېز ډېر ستر او پراخ دی او موندنې ښیي چې د یو کس ځان وژنه لږ تر لږه ۱۳۵ کسان سخت غمجن او یا هم اغېزمنوي.

د یاد سازمان په باور؛ د ځان وژنې د مخنیوي د نړۍوالې ورځې نمانځل کولای شي، چې د دغه پدیدې د مخینوي لپاره د خلکو په منځ کې عامه پوهای عام کړي.

د ځان وژنې د مخنیوي نړۍوالې ټولنې په ۲۰۰۳کال کې د لومړي ځل لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان او د رواني روغتیا د نړۍوالې ټولنې په همکارۍ، د ځان وژنې د مخنیوي نړۍواله ورځ ونمانځله.

نور خبرونه

رادیو