په داسې حال کې چې د ختیزو ولایتونو خلک لا د تېرې مرګونې زلزلې له زیانونو، نه دي راوتلي، د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ په سوتن او جان شيګل کليو کې د نننۍ زلزلې له امله یو ځوان او یو ماشوم ټپیان شوي.
نن سهار شاوخوا لس بجې د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ په سُتن او جان شيګل کليو کې زلزله شوې، چې له امله یې یو ځوان او یو ماشوم ټپیان شوي دي.
د ننګرهار ولایت د طالبانو مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې زلزله نن سهار لس بجې شوې چې له امله یې، د مروت او سالو خان په نومونو دوه کسان سخت ټپیان شوي دي.
د ولسوالۍ د روغتیايي مسوول ډاکتر رفیع الله په وینا، ټپیانو ته لومړنۍ مرستې ورکړل شوې او د امبولانس له لارې د درملنې لپاره جلالاباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د چارواکو په وینا، د پېښې ځای ته روغتیايي او امنیتي مسوولان پر وخت رسېدلي او د نورو تلفاتو یا مالي زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
یاده دې وي، چې څو ورځې وړاندې په ختیزو ولایتونو کې د زورورې زلزلې له امله ۲۲۰۵ تنه مړه شول او ۳۶۴۰ تنه نور ټپيان شول.