د پاکستان دفاع وزیر تور پورې کړی چې له افغان خاورې ترهګر او حتا افغان وګړي پاکستان ته ځي او د پاکستانيانو وینې بهوي. نوموړی وايي، «موږ د افغانانو لپاره دوه اوږدې جګړې وکړې، خپل امن او اقتصاد مو قربان کړ او نن هم شاوخوا شپږ تر اووه میلیونه افغانان زموږ په خاوره کې ژوند کوي».
نوموړي د یوه جګپوړي پوځي افسر عدنان اسلم د مړینې په مراسمو کې وویل چې په وروستي برید کې درې افغان جنکیالي او د تحریک طالبان پاکستان دوه غړي ښکېل وو.
دغه پوځي افسر د بنو په ورستي برید کې ټپي شوی و چې وروسته د سختو ټپونو له امله ومړ.
خواجه اصف په دغو مراسمو کې زیاته کړه: «پاکستاني پوځ یو ځل بیا خپل یو زوی د وطن لپاره قربان کړ، په دې برید کې پنځه ترهګر ښکېل وو، چې درې یې افغانان او دوه د تحریک طالبان پاکستان غړي وو.»
نوموړي د افغان کډوالو پر حضور هم نیوکه وکړه او زیاته یې کړه: «موږ د افغانانو لپاره دوه اوږدې جګړې وکړې، خپل امن او اقتصاد مو قربان کړ، زموږ په سلګونو زره کسان ووژل شول، او نن هم شاوخوا شپږ تر اووه میلیونه افغانان زموږ په خاوره کې ژوند کوي، روزي ګټي، لوی ترانسپورټر او میلیاردران دي.»
د پاکستان دفاع وزیر تور پورې کړی چې، «له افغان خاورې ترهګر او حتا افغان وګړي زموږ پر خاوره راځي او زموږ د ماشومانو د وینو سیلاب بهوي. د نړۍ په تاریخ کې دومره ستره احسان وژنه بل ځای نه ده شوې.»