اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون اړوند د ۱.۵ مېلیونه یورو تړون لاسلیک کړ. په کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر وايي، چې په مرسته شویو پیسو به د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ټولنیز مقاومت د ودې او پیاوړتیا په برخه کې پروګرامونه پلي شي.
د یاد دفتر د معلوماتو له مخې؛ مرسته شوې پیسې د سویس د پراختیا او همکارۍ ادارې د ۸مېلیون ډالرو مرستې بشپړوي، چې له وړاندې په دې برخه کې کار کوي.
د اروپايي ټولنې له لوري په خپور شوي بیان کې راغلي، چې د دغه ټولنې مرستې به په ځانګړې توګه د پکتیا او ډایکنډي ولایتونو په ۱۶ ولسوالیو کې له بېوزله خلکو سره وي؛ څو د طبیعي پېښو پرمهال یې د ټولنیز مقاومت او عاید کچه لوړه شي او له پېښېدونکو طبیعي افتونو له امله ډېر زیانمن نهشي.
افغانستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو په کتار کې راځي، چې د طبیعي پېښو له امله ډېر زیانمنوونکی هېواد دی. د چاپېریالي برخې د شنونکو په خبره؛ په افغانستان کې د خلکو بېوزلۍ د طبیعي پېښو د زیان کچه څو برابره لوړه کړې ده.