ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دافغانستان د ختېزو ولایتونو له زلزلهځپلو سره د ملاتړ لپاره ۱۳۹،۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. یاد سازمان له مرستندویو هېوادونو وغوښتل چې له طالبانو سره سیاسي اختلافات یوې خواته کېږدي او د خلکو د ژغورنې لپاره مرسته وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي اندریکا راتواته ویلي،چې د ژمي یخ موسم په څو راتلونکو اونیو کې د غرنیو سیمو اوسېدونکو ته لویه ننګونه ده. هغه په جنیوا کې خبري غونډه کې وویل: «دا هغه شیبه ده چې نړیواله ټولنه باید په رښتیني ډول د افغانانو ترڅنګ ودرېږي. د خلکو ژوند په خطر کې دی او ژمی هم لنډ راروان دی.»
ملګري ملتونه افغانستان د نړۍ له سترو بشري ناورینونو ګڼي، خو د تېر کال په پرتله د مرستو کچه ۳۵ سلنه کمه شوې ده. راتواته وویل، د مرستو د کمېدو یوه برخه د ځینو مرستندویو هېوادونو هغه اندېښنې دي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودوونکو تګلارو له امله رامنځته شوې دي.
نوموړي وویل: «زموږ غوښتنه تل دا ده چې تمرکز دې پر خلکو وي، نه پر سیاست.»
راتواته تایید کړه چې امریکا تر اوسه له زلزلې وروسته کومه مرسته نه ده اعلان کړې.
بل لور ته، د روغتیا نړيوال سازمان له طالبانو غوښتي چې د ښځینه کارکوونکو پر تګ راتګ محدودیتونه لرې کړي او هغوی ته له نارینه سرپرست پرته د سفر اجازه ورکړي.
راتواته وویل، د ښځینه مرستندویانو شاملول لا هم یوه جدي ننګونه ده: «موږ هڅه کوو لږ تر لږه په هر ټیم کې یوه ښځينه کارکوونکې موجوده وي. دا اوس د ټولو ډلو لپاره ممکنه نه ده، خو موږ پرې کار کوو.»