تېره اوونۍ د نیپال حکومت د ځینو لاملونو له کبله پر خواله رسنیو بندیز ولګاوه؛ خو د حکومت دغه اقدام د خلکو او په ځانګړې توګه د ځوانانو توند غبرګونونه راوپارول.
وړاندې په نیپال کې خلکو د فساد او د حکومت د کمکارۍ له کبله لاریونونه کړي وو؛ خو د لاریونونو پرمهال د حکومت له لوري پر خواله رسنیو بندیز د لاریونونو لړۍ لا پراخه کړه او لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل.
د راپورونو له مخې؛ په لاریونونو کې د رامنځته شوي تاوتریخوالي له کبله ۱۹کسان مړه او ګڼ نور ټپیان شوي دي.