د سوداګرو شکایت:په تورخم کې لسګونه موټر ولاړ دي او تازه مېوې او سبزي ضایع کیږي

۶ ورځې مخکې

په تورخم کې د تازه مېوو یو شمېر سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په تازه مېوو بار لسګونه موټر ولاړ دي او مېوه یې مخ پر خرابېدوه ده.

سوداګر وايي، د موټرو ولاړېدو لامل د طالبانو د تورخم ټرانسپورټ ریاست کې د موټرو وړاندې کولو په پلمه مالي فساد او د پاکستاني چارواکو پڅ کار دی.

په تورخم کې یو شمیر د تازه مېوو سوداګرو نن سې شنبه د «وږي ۱۷مه» وویل چې له څو ورځو راهیسې د تازه مېوو موټر ولاړ دي او اجازه نه ورکول کېږي، چې له ډیورنډ کرښې اخوا واوړي.

سوداګر نیوکه کوي، چې په تورخم کې د طالبانو ټرانسپورټ مسوولان د نوبت پر سر له موټرو بډې اخلي او بیا د تګ اجازه ورکوي.

دوی همدراز وویل چې «پاکستان لور ته پنځه ځایه موټر کتل کېږي او د هغو په طی مراحل او د پاکستان له ګمرک څخه وتلو کې زیات وخت مصرفیږي او همدا لامل دی، چې د افغانستان خواته زیات موټر د رش او د بې نوبتۍ له امله ولاړ دي، چې له امله یې میلیونونه افغانۍ زیان ویني».

یو سوداګر وویل:« یو بل اساسي مشکل دا دی، چې طالبان د تازه مېوو ډېرو موټرو ته تعرفې ورکوي خو تورخم دومره ظرفیت نه لري، چې د ورځې زیات شمېر کې موټر واوړي.»

په تورخم کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ګڼه ګوڼې یو ستر لامل دا دی چې پاکستاني لور ته کسټم ډېر پڅ کار پرمخ وړي خو بل خوا د تازه مېوو سوداګر بیا د تورخم د ظرفیت ته نه پاملرنې له امله زیات شمیر موټر باروي، چې د بېروبار له امله مېوې خرابیږي.

په تورخم کې د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې پاکستان د تازه مېوو او سبزي یوازې ۲۰۰ موټرو ته اجازه ورکوي خو د تازه مېوو افغان سوداګر د دوه سوه پرځای اته سوه موټر باروي چې له همدې امله په تورخم کې ګڼه ګوڼه ډیریږي او میوې او سبزي د خرابېدو له خطره سره مخ کېږي.

دوی همد راز له افغان سوداګرو وغوښتل چې د موټرو ټاکل شوی شمېر په پام کې ونیسي او د هغه مطابق مېوې بار کړي.

نور خبرونه

رادیو